د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې رشوت خوري دوچنده شوې


رپوټ: افغانستان کې رشوت خوري دوچنده شوې

رپوټ: افغانستان کې رشوت خوري دوچنده شوې

یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې اداري فساد د کال ٢٠٠٧ نه تر اوسه پورې دوه چنده زیات شوی دی، چې یوازې پروسږ کال تقریبا یو ملیارد ډالره رشوتونه خوړل شوي دي.

په دې اړه د څیړنې یو راپور چې په کابل کې د انټرېگرېټی واچ یا اصلي څار په نامه یوې شخصي موسسې خپور کړی دی، معلومیږي چې پروسږ کال تقریبا په هرو اوو افغانانو کې یوه په منظم ډول د حکومت مسوولینو ته رشوتونه ورکړي دي، او ددې کار د ټولو زیات تاوان هغو بې وزلو کورنیو ته رسیدلی دی چې په ا طرافو کې ژوند کوي.

دا سروې ښيي چې د افغانستان د ٣۴ ولایتونو د جملې نه په ٣٢ ولایتونو کې، خلک د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت او د امنیت ریاست، د افغانستان د حکومت هغه ادارې دي چې تر ټولو زیات رشوتونه په کې خوړل کیږي.

ددې ادارې رئیس لورین زو وايي چې د پلټنو او څیړنو نه ثابتیږي چې په څرگند ډول د مخ په زیاتیدونکي رشوت خورئ او د طالبانو د زور او قوت دزېاتېدلو ترمنځ مستقېم ربط موجود دی، ځکه چې ډیر زیات افغانان د حکومت د مامورانو د کړو وړو نه مایوسه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو انډیوالانو یې د جمهور رئیس حامد کرزي نه غوښتنه کړې ده، په داسی حال کې چې افغان او نړیوالې قواوې د طالبانو په خلاف جنگیږي باید د خپل حکومت کارکردگي سمه کړي او د بډو اخیستلو مخه باید ونیسي.

XS
SM
MD
LG