د لاس رسي وړ اتصالات

گردی میز: افغانستان کې د اداري فساد ورځ


گردی میز: افغانستان کې د اداري فساد ورځ
گردی میز: افغانستان کې د اداري فساد ورځ

نن په کابل کې د فساد خلاف نړیواله ورځ ولمانځل شوه. پخپله جمهور رئیس کرزي په دې اړه په خبرو کې ومنله چې په فساد کې د حکومت مقامات او د نړیوالې ټولنې کسان لاس لري.

د فساد بل عمده علت په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو موجودیت ښودل شوی دی. جمهور رئیس کرزي نن داخبره وکړه چې دغو خصوصي شرکتونو نه یوازې فساد خپور کړی بلکه د ترهگرئ لمن یې هم پراخه کړې ده.

په افغانستان کې دا وخت د فساد سره د مبارزې خپلواکه اداره فعالیت کوي. ډیر خلک ددغې ادارې لاسته راوړنې کافي نه گڼي.

افغان چارواکو د فساد په خلاف د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینگار کړی دی چې باید په ملک کې د فساد مخنیوي هلې ځلې پیاوړې شي او د نړیوالې ټولنې نه د واقعي همکارئ او افغانانو ته د واک د سپارلو غوښتنه شوې ده.

دا چې دا کار امکان لري او څنگه؟ د نن ماښام د خبرو اترو په دې پروگرام ورباندې بحث کوو.

په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې د ادارې رئیس یاسین عثماني او په کابل کې ژورنالست او د روانو چارو څېړونکی احسان الله آرینزی راسره میلمانه دي. د پروگرام په لړ کې به له اورېدونکو نه دا اورو چې د دوی په آند د فاسد لاملونه او د حل لارې څه دي.

بحث دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG