د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږو فرانسوي پوځیانو قاتل، افغان عسکر په مرګ محکوم شو


د افغانستان یوې نظامې محکمې، یو افغان عسکر ته ، چه ددې کال په پیل کې یې د روزنې په مهال شپږ فرانسوي عسکر وژلي وو، د مرگ سزا واوروله.

د دفاع وزارت، نن د سه شنبې په ورځ وویل، محکمې حکم وکړ چه عبدالصبور دې د جنورۍ د شلمې نیټې د حملې په خاطر په دار وځړول شي.

په دی ډزو کې د کاپیسا په ولایت کې څلورعسکر وژل شوي وو ، پنځلس زخمي شوی وو، چه دوه کسه وروسته بیا په روغتون کی مړه شول.

دغې پیښې د فرانسې نوي جمهورریس ته دا موقع ورکړه چه په افغانستان کې د ناټو د اتلاف نه د خپلو عسکرو د ایستلو پرگرام چټک کړي.

د ناټو په ایتلاف کې پنځمه غټه قوه ، فرانسوي قوه ده او ټاکل شویده چه دغه قوه ، د دې کال تر اخره پورې د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG