د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان لومړنۍ تمریناتي لوبه پر هند وبایلله


افغانستان خپله دویمه تمریناتي لوبه د را روانې جمعې په ورځ له متحدو عربو اماراتو سره کوي.
افغانستان خپله دویمه تمریناتي لوبه د را روانې جمعې په ورځ له متحدو عربو اماراتو سره کوي.

هند د کرکټ د نړیوال جام په یوې ورځنۍ تمریناتې لوبې کې افغانستان ته په ۱۵۳ منډو ماتې ورکړه.

لوبه د اسټرالیا په اډیلېد لوبغالي کې وشوه. د هند کپټن مهندرا سنګ ډوني د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

حمید حسن او دولت ځدراڼ د افغانستان لپاره د لوبې ښه بنسټ کېښود، حسن په خپل دویم اور کې د هند پیاوړی لوبغاړ ډیوان او ځدراڼ بیا وېرات کولي وسوځوه، یو مهال هند شاوخوا شل منډې درلودې او د سر دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو چې له سخت فشار سره مخامخ ښکارېده.

خو، د روهیت شرما ۱۵۰، د اجینکا ریهانې ۸۸ او د سورېش رینا ۷۵ منډو افغانستان ته د ۳۶۴ منډو لوړ هدف وټاکه.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۱۱ منډې وکړې.

نورزو منګل ۶۶ او ځوان لوبغاړي عثمان غني ۴۴ منډې وکړې. نور افغان توپ وهونکي هومره ونه ځلېدل.

ولې افغانستان ماتې وخوړه

هند د ۲۰۱۱ کال د نړیوال جام اتل دی، د نړۍ یوه پیاوړې لوبډله ده او پیاوړي او مشهور لوبغاړي لري او په توپوهنې کې ځانګړی نوم لري.

خو له دې ټولو وراخوا، په ننۍ لوبې کې دا د افغان لوبغاړو خراب فیلډېنګ یا توپ نېونه وه چې دغې سترې ماتې ته یې لاره پرانیستله.

افغانستان د هندي لوبغاړو څلور کیچونه وغورځول او د یوه رن اوټ چانس یې هم له لاسه ورکړ.

ګلبدین نایب د افتاب علم په توپ باندې د روهیت شرما لومړنی کیچ او بیا دولت ځدراڼ د هغه دویم کیچ ونشو نیولی چې همدغه لوبغاړي ۱۵۰ منډې وکړې.

همدغه راز ویکټ ساتوونکي افسر ځاځي د ریهاني یو کیچ وغورځوه او یو رن اوټ یې هم مس کړ چې، هغه بیا وروسته ۸۸ منډې وکړې او تر پایه ولاړ و.

په کرکټ کې یوه عامه اصلاح ده چې " کیچونه میچونه ګټي " چې د افغانستان ننۍ ماتې یې ښه ثبوت و.

ښايي د افغانستان د ماتې بل مهم ټکی دا وبلل شي چې هدف ډېر لوړ و او پوره کول یې پر لوبغاړو خپل رواني فشار درلود. همدغه راز د افغانستان د کپټن محمد نبي په ګډون منځنیو لوبغاړو هم ښه لوبه ونکړه .

خو له دې هر څه سره سره د هند غوندې د یوې پیاوړې لوبډلې په وړاندې لوبه کول او د ۵۰ اورونو لوبول، د افغان لوبغاړو لپاره یو مثبت ګام بلل کیږي.

افغانستان خپله دویمه تمریناتي لوبه د را روانې جمعې په ورځ له متحدو عربو اماراتو سره لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG