د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن له مالیزیا سره لوبه کوي


د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې ځیني پیاوړي ټیمونه مات کړي دي
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې ځیني پیاوړي ټیمونه مات کړي دي

د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د شنبې په ورځ نومبر اتمه له کابل څخه کویټ ته ولاړله .

افغانستان به په کویټ کې د اسیا له نور پنځو لوبډلو سره په دې هیله سیالۍ کوي چې د ۲۰۱۶ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لاره وکړي.

باید افغان لوبغاړي څو ورځې وړاندې کويټ ته تللي وای، خو په وخت سره د ویزو د نه ترلاسه کولو له کبله یې سفر وځنډېد.

اوس به افغانان د سفر د ستړیا سره سره نن یکشنبه د نومبر په نهمه له مالیزیا سره لوبه مخامخ کیږي.

که څه هم مالیزیا ډېره پیاوړې لوبډله نه ده، خو ښايي د سفر ستړیا او د مالیزیا په لوبډلې کې د ځینو پاکستاني او هندي لوبغاړو شتوالي افغانانو ته یو څه سرخوږی جوړ کړي .

افغانستان به د نومبر په لسمه له متحدوعربو اماراتو، په دولسمه له سعودي، په څوارلسمه له نیپال او په پنځلسمه به له کويټ سره خپل بخت ازمايي.

که افغانستان خپلې ټولې لوبې وګټي او په جدول کې اول راشي، مخامخ به د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته وځي چې په بنګلدیش کې کیږي.

د اسیا د ۱۹ کلنو د دغو سیالیو نه یوازې یو ټیم نړیوال جام ته وځي، هغه هم چې اول مقام وګټي.

افغانستان د دغو سیالیو یوه پیاوړې لوبډله بلل کیږي خو متحده عرب امارات او نیپال به هم د دغو سیالیو د لومړي مقام د ترلاسه کولو هڅې کوي، چې ښايي د افغانستان پیاوړي رقیبان وبلل شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې کویټ ته تر سفر مخکې شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په لاهور ښار کې تمرینونه او د دغه هېواد له ۱۹ کلنې لوبډلې او نورو سیمه ایزو ټیمونو سره یې هم لوبې وکړې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړي ځل د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته په خپل کور کې دوه وارې لویې ماتې ورکړې، له شک پرته چې پر پاکستانیانو د افغانانو بریا به د کويټ په سیالیو کې د هغوی مورال لوړ ساتي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم وړاندې هم دوه وارې په نړیوال جام کې برخه اخیستې چې هلته یې هم د کرېکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ درجې ځينې پیاوړي هېوادونه مات کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG