د لاس رسي وړ اتصالات

په کرېکټ کې د افغانستان لپاره له بریاوو ډکه ورځ


afghan cricket
afghan cricket

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې په پاکستان کې د دغه هېواد الف لوبډلې ته په ۵۴ رنزونو ماتې ورکړه.

دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې اول ځل دی چې افغان الف لوبډله د پاکستان پیاوړې الف لوبډلې ته ماتې ورکوي.

لوبه نن شنبه د نومبر ۱۵ د اسلام اباد په شالیمار لوبغالي کې وشوه چې، افغانانو لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله او په شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ رنزونه وکړل.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۶۰ منډې نجیب ځدراڼ وکړي، ده څلور شپږیزې او همدومره څلوریزه ووهلې.

دا له نجیب ځدراڼ سره د سمیع الله شینواري د ۲۷ رنزونو ښه ملګرتیا وه چې پاکستاني لوري ته یې یوه نسبتا ستر هدف وټاکه.

لوبه د ۲۰ اورونو وه، خو د وخت د کموالي له کبله ۱۵ اورونو ته کمه شوه.

پاکستاني لوبغاړو ښه پيل ونه کړ، افغان کپټان نبي عیسی خیل په خپل لومړي توپ کې د پاکستان چټک منډه جوړوونکی ناصر جمشید وسوځوه چې د لوبې له پیل نه یې پر پاکستانیانو یې فشار زیات کړ.

پاکستاني لوبغاړي ژر ژر یوه په بل پسې وسوځېدل او په ټاکل شویو اورونو کې یې نهه کسان وسوځېدل او ۱۰۰ منډې یې وکړې.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې په لومړي ځل د پاکستان الف لوبډلې او افغان ۱۹ کلن ځونانو بیا کویټ ته ماتې ورکړې او د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ووتل.اتې ورکړه.
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې په لومړي ځل د پاکستان الف لوبډلې او افغان ۱۹ کلن ځونانو بیا کویټ ته ماتې ورکړې او د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ووتل.اتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ځدراڼ شو. په افغان بالرانو کې نبي عیسی خیل، ګلبدین نایب او افتاب علم دوه دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د افغانستان ملي لوبډلې د پاکستان له ملي او الف لوبډلو سره یو شمېر لوبې کړې وې، خو دا لومړی وار و چې افغانستان الف لوبډلې خپل پاکستانی انډول مات کړ.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف غني هم د لوبې لېدو ته ناست و.

د افغانستان ۱۹ کلن ټیم نړیوال جام ته ووت

نن د افغانستان د کرېکټ لپاره له بریاوو ډکه ورځ وه.

په کویټ کې د دغه هېواد ۱۹ کلنو ځوانانو کوربه هېواد ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته ووتل او د اسیا د کرېکټ د غوره لیګ سیالیو اتلولي یې هم خپله کړه.

په افغان منډه جوړوونکو کې احسان الله ۸۹ او جمعه ګل ۷۲ منډې وکړې.افغان لوبغاړو په ۴۸ اورونو کې ۲۷۱ منډې وکړې خو کویټیانو ته دغه منډې خورا زیاتې وې.

دوی افغان بالرانو ته ډېر ټېنګ نه شول او یوازې یې ۶۵ رنزونه وکړل او په شلم اورو کې ټول وسوځېدل، په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق څلور، محمد ظاهر او ضیاالرحمن ددرې- درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د اسیا د کرېکټ په سیالیو کې خپلې پنځه واړه لوبې وګټلې.

افغانانو کویټ، نیپال، سعودي، اماراتو او مالیزیا ته ماتې ورکړې.

دوی به اوس په درېیم ځل په نړیوال جام کې لوبیږی، د ۲۰۱۶ کال را روان نړیوال جام په بنګلدیش کې کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG