د لاس رسي وړ اتصالات

کریم صادق دنړۍ د پیاوړو لوبغاړو په لېکه کې


کریم صادق د اوس لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې برخه نه ده.
کریم صادق د اوس لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې برخه نه ده.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي کریم صادق نوم د نړۍ د هغو شاوخوا ۹۰ لوبغاړو په لست کې راغلی دی چې، په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې تېزې او چټکې سلیزې کړې دي.

د کرېکټ مشهورې وېباڼې کرېک انفو دغه لست د جنوبي افریقا د وتلي منډه جوړوونکي ای بي ډیویلرز له نړیوال ریګارډ جوړولو وروسته، خپور کړی.

ډیویلرز د یکشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په وړاندې یوې لوبې کې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او د چټکې سلیزې نړیوال ریګارډ یې جوړ کړ.

افغان لوبغاړی کریم صادق په لست کې په ۵۹ نمبر راغلی دی، ده د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۳۰ نېټې په شارجه کې د هالینډ خلاف یوې لوبې کې په ۷۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کې شاملې وې.

کریم صادق لومړنی افغان شو چې د تېزې منډې له کبله د نړۍ د پیاوړ او مشهورو لوبغاړو په لست کې یې نوم راځي، ده خپله دغه سلیزه د افغانستان د کرېکټ پخواني روزوونکي تاج ملوک علم ته ډالۍ کړې وه.

په لست کې تر کریم صادق مخکې بیا هم د جنوبي افریقا تاریخ جوړوونکی لوبغاړی ای بي ډیویلرز دی چې په ۷۲ توپونو یې ۱۰۱ منډې کړي دي.

د انګلینډ مسلمان او کیڼ لاسی توپوهوونکی معین علي بیا په کریم صادق پسې په لست کې په ۶۰ نمبر راغلی دی.

د چټکو سلیزو د اعلان شوي لست وروستی نوم د نیوزلینډي لوبغاړي مکولم دی چې په ۷۹ توپونو یې ۱۰۰ منډې کړي دی.

کریم صادق او کرېکټ

کریم صادق په افغان لوبډلې کې یو الراونډر لوبغاړی بلل کیږي چې منډه جوړوونکی، وېکټ کېپر یا ویکټ ساتوونکي او توپ اچوونکی هم دی.

ده تراوسه د افغانستان لپاره په ۲۳ نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۴۷۰ منډې کړي دي چې دوه سلیزې په کې شاملې دې، په یوه لوبه کې د هغه تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۴ دي.

کریم صادق د افغانستان لپاره ۲۳ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي، ۴۷۰ منډې کړي چې ۲ سلیزې په کې شاملې دي.
کریم صادق د افغانستان لپاره ۲۳ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي، ۴۷۰ منډې کړي چې ۲ سلیزې په کې شاملې دي.

ښاغلي صادق په ۴۷۰ رنزونو کې ۴۹ څلوریزې او ۱۵ شپږیزې وهلي دي.

په باولینګ کې یې بیا یوازې شپږ لوبغاړي سوځولي دي .

کریم صادق خپله لومړنۍ رسمي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹ نېټه د سکاټلنډ په خلاف وکړه.

ده په دغه لوبه کې یوازې ۲۰ رنزونه وکړل خو لومړنی افغان شو چې په نړیوالو لوبو کې یې لومړنۍ شپږیزه ووهله.

ښاغلی صادق د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې برخه نه ده.

نوموړي په وروستي ځل د ۲۰۱۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د بنګلدیش خلاف یوې لوبې کې د افغانستان استازیتوب وکړ.

د اسیا کپ په دغې لوبې کې افغانستان بنګلدیش ته ماتې ورکړې وه، چې د کرېکټ ډېر مینوال او کارپوهان یې ګوته په غاښ کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG