د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان له زمبابوې سره مهمې سیالۍ کوي


The balloon Angry Bird is moved through Columbus Circle during the Macy's Thanksgiving Day Parade in New York.
The balloon Angry Bird is moved through Columbus Circle during the Macy's Thanksgiving Day Parade in New York.

افغانستان د خپل کرېکټ په لنډ خو له بریالیتوبونو، ستړیاوو، احساساتو، خوشحالیو او ژړاوو ډګ سفر کې په لومړي ځل د کرېکټ د نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي سره څلور یوه ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې کوي.

افغان ملي لوبډله له زمبابوې سره د دغو شپږو لوبو سیریز د جمعې په ورځ د جولاۍ په اتلسمه د کوربه هېواد په ډګرونو کې پیلوي .

زمبابوې د ۲۰۰۷ کال په شل اوریزو سیالیو کې اسټرالیا غوندي یوې پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو ډېر هېښ کړل .

دغه لوبې د افغانستان لپاره له څو اړخونو نه مهمې بلل کیږي، لومړۍ دا چې د دویمې درجې هېواد په لومړي ځل لومړي درجې هېواد ته د څو پرلپسې سیالیو لپاره سفر کوي، دویمه دا چې دغه لوبې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو او چمتوالي یو ښه چانس دی او د دې ترڅنګ په دغو سیالیو کې نوي افغان ځوانان لوبول کیږي چې د ملي لوبډلې د ځینو پخوانیو لوبغاړو ځای ناستي پېدا شي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان ریس احمدزی هیله مند دی چې افغان لوبډله به د زمبابوې په وړاندې ښه وځلیږي.

ښاغلی احمدزی وایي "زمبابوې سره له دې چې د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی، خو اوس یې هغه پخوانی زور نه دی پاتې، اوسنۍ لوبډله یې تر ډېره له ځوانو لوبغاړو جوړه ده چې د تجربې له پلوه ډېر پاخه نه دي، هیله مند یو چې زموږ لوبډله به یې په وړاندې ښې لوبې وکړي او نړیوالو ته وښايي چې افغانان هم تر چا کم نه دي."

په بنګله دیش کې په اسیا کپ کې د کرېکټ د نړۍ د څلورو پیاوړو ټیمونو سره له لوبې کولو او بنګله دیش ته له ماتې ورکولو وروسته، دا د افغانستان لپاره یو بل مهم چانس بلل کیږي چې، له پیاوړ لوبډلو سره په سیالیو کې لا خپلو کمزورتیاوو او پیاوړتیاوو ته متوجه شي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي هېواد سره دومره ډېرې لوبې کوي. افغان لوبډلې کې د نوروز منګل، کریم صادق او شهزاد محمدي پر ځای نويو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي هېواد سره دومره ډېرې لوبې کوي. افغان لوبډلې کې د نوروز منګل، کریم صادق او شهزاد محمدي پر ځای نويو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلی احمدزی وايي له زمبابوې سره په لوبو کې به ځوان او پخواني لوبغاړي له دې سره لا ډېر بلد شي چې د کرېکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړي هېواد سره لوبه څنګه وي او باید څنګه وشي.

په افغان لوبډلې کې ځیني مهمې پخوانۍ څېرې نوروز منګل، کریم صادق او شهزاد محمدي نشته او د دوی پر ځای نوي ځوانان راوستل شي چې عثمان غني یې تر دې دمه ډېر پام وړ لوبغاړی بلل شوی دی، دی د لوبې پیلوونکی ښی لاسی توپ وهوونکی دی چې تېزه او ښه لوبه کوي .

زمبابوې له نن څخه شاوخوا دوه وېشت کاله وړاندې د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او په ۱۹۹۲ کال کې له هند سره یې خپله لومړنۍ ټسټ لوبه مساوې پای ته ورسوله.

زمبابوې د ۲۰۰۷ کال په شل اوریز نړیوال جام کې استرالیا غوندې یوې پیاوړې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان سره له دې چې د کرېکټ نړیوالې شورا د دویمې درجې په هېوادونو کې راځي، خو ښو لوبو او وړتیاوو یې پیاوړي هېوادونه وهڅول چې له افغانانو سره سیالۍ ته زړه ښه کړي، افغانانو څه موده وړاندې بنګله دیش ته په ماتې ورکولو د کرېکټ ډېر شننونکي او پوهان ګوته په غاښ کړل .

زمبابوې د کرېکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې دا مهال په ټسټ کې تر بنګله دیش مخکې دی نهم مقام لري، په یوې ورځنۍ لوبو کې بیا تر افغانستان هم مخکې او لسم دی، خو په شل اوریزو سیالیو کې بیا تر افغانستان وروسته دیارلسم ځای لري.

افغانستان د کرېکټ شل اوریزو سیالیو په دریو نړیوالو جامونو کې لوبېدلی او په لومړي ځل یې د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره وکړه چې په ۲۰۱۵ کال کې په اسټرالیا کې کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG