د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایرلنډ څخه د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله


افغانستان په یوې میاشتې کې له ایرلنډ څخه دوه سیریزونه وګټل
افغانستان په یوې میاشتې کې له ایرلنډ څخه دوه سیریزونه وګټل

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان وګټله.

په پنځمه لوبه کې ایرلنډ افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ چې افغانستان په دریو لوبغاړو پوره او لوبه او لړۍ یې وګټله. افغانستان دا لړۍ ۳-۲ وګټله.

دا په یوې میاشتې کې دویم ځل دی چې افغانستان له ایرلنډ څخه د کرکټ د لوبو لړۍ ګټي. تر دې مخکې افغانستان له ایرلنډ څخه د ۲۰ اورونو د دریو سیالیو لړۍ ۳-۰ ګټلې وه.

په افغان منډه جوړونکو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۱۰۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. دا یې په یوې ورځنیو لوبو کې دویمه سلیزه او تر ټولو ډېرې منډې دي.

رحمت شاه ۱۰۸ منډې وکړې. دا یې یوې ورځنیو لوبو کې دویمه سلیزه وه
رحمت شاه ۱۰۸ منډې وکړې. دا یې یوې ورځنیو لوبو کې دویمه سلیزه وه

د رحمت شاه او سمیع ترمنځ د ۱۳۳ منډو ملګرتیا د ایرلنډ ماتې یقیني کړه. سمیع ۶۲ منډې وکړې او تر پایه ولاړ و. د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه شو.

په توپ اچوونکو کې بیا راشد خان څلور او فرید ملک درې ایرلنډ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان اجرايي ريس عبدالله عبدالله او د پارلمان ځینې غړي هم د افغانستان او ایرلنډ لوبو لیدو ته ورغلي وو.
د افغانستان اجرايي ريس عبدالله عبدالله او د پارلمان ځینې غړي هم د افغانستان او ایرلنډ لوبو لیدو ته ورغلي وو.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دا لوبې په هند کې کیږي. له یوې ورځنیو او ۲۰ اورونو له سیالیو وروسته به افغانستان او ایرلنډ د څلورو ورځو یوه لوبه هم کوي.

د دې لوبې ګټل ځکه دواړه ته مهم دي چې په دې سره یې د ټست درجه د اخیستلو امکان زیاتیږي. دا لوبه بل پنجشنبه پيلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG