د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کرکټ ټیم له کینیا نه مخکې شو


افغانستان کرکټ ټیم له کینیا نه مخکې شو
افغانستان کرکټ ټیم له کینیا نه مخکې شو

د افغانستان د کرکټ ملی ټیم د کینیا په نیروبی ښار کی د براعظمو تر منځ د مسابقو په لړ کی د کوربه هیواد کینیا په ضد د ۴٧٠ منډو برتری ترلاسه کړیده.

نن د دی څلوروځنئ مسابقې دویمه ورځ وه او افغانستان د مخالف ټیم نه په هر ډگر کی ډیر مخکی دی.

افغانستان د روانې لوبی په پیل کی خپله ۴٦۴ منډی جوړې کړې. خو د کینیا ټول ټیم یی په ١٦٠ منډو وسوزولو.

بیا نن په دویمه ورځ افغانستان نورې ١٦٦ منډې جوړې کړې او لا پنځه لوبغاړي یې پاتې دي. محمد نبی عیسی خیل او سمیع الله شینوارئ لا هم پاتې وو.

په ننئ لوبه کی د افغانستان د کرکټ ټیم جاودی احمدی ٥٥ ، کپتان نورز منگل ٣٣ او اصغر ستانکزی ٢٧ منډې جوړې کړیدی.

د یادولو وړ ده چی د افغانستان کرکټ ټیم د کرکټ د انټرکانټینیټل یا د براعظمونو ترمنځ د څلور ورځنیو مسابقو وروستئ لوبې ته رسیدلئ چې دا به په عربي اماراتو کې سکاټلنډ سره د نومبر په ٢٥ تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG