د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: د هند وتلی لوبغاړی ورېندر سیواک کابل ته ځي


ورېندر سیواک په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۲۱۹ تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.
ورېندر سیواک په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۲۱۹ تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد وايي ټاکل شوې چې د هند د کرېکټ مشهور لوبغاړی ورېندر سیواک او پخوانی لوبغاړی محمد کیف د را روانې جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۷نېټه کابل ته را ورسیږي.

افغانستان ته د دوی سفر د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف او د افغان کریکټ بورډ له لوری تنظیم شوی دی.

ښاغلي مراد امریکا غږ ته وویل " ورېندر سېواک او محمد کیف د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین لپاره کابل ته راځي، دوی به دلته له یو شمېر پخوانیو کرېکټ لوبغاړو او د یونېسف د ځینو کارکوونکو سره یوه ۲۰ اوریزه دوستانه لوبه هم کوي. د دوی د راتلو اصلي هدف د ګوزڼ پر ضد د عامه پوهاوي لوړول، کرېکټ ته وده ورکول او ځوانان ورزش ته هڅول دي."

ښاغلي مراد وویل د دغو دواړو لوبغاړو مدیرانو ورته رسمي برېښنا لیکونه استولي او کابل ته یې د هغوی د سفر خبره یقیني کړې ده، خو که کومه بله تخنیکي ستونزه پېدا نه شي.

ورېندر سیواک له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د هند لپاره ۲۴۱ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي چې ۱۵ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې په کې شاملي دي
ورېندر سیواک له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د هند لپاره ۲۴۱ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي چې ۱۵ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې په کې شاملي دي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دوی غواړي چې د نړۍ یو شمېر نور مهم لوبغاړي هم کابل ته ور وبولي چې په دغه لړ کې د پاکستان له پښتون لوبغاړي شاهد اپریدي سره هم خبرې شوي دي .

د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په اتمه ځینو رسنیو په ډهلي کې د افغان سفیر ابدالي له خولې راپور ورکړ چې د هند بل وتلی لوبغاړی سچن ټنډولکر هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

ښاغلي مراد وویل دوی ښاغلي ټنډولکر ته هم بلنه ورکړې او خبرې یې ورسره کړې خو تر دې دمه افغان کرېکټ بورډ کوم رسمي ځواب ترلاسه کړی نه دی.

ورېندر سیواک د هند د کرکټ د ملي لوبډلې د پيل منډه جوړوونکی لوبغاړی دی چې د خپلې تېزې او په زړه پورې توپوهنې له کبله شهرت لري.

دی هغه لوبغاړی دی چې په نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ لري. ده په یوه لوبه کې ۲۱۹ رنزونه کړي دي.

ورېندر سیواک له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د هند لپاره ۲۴۱ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي چې ۱۵ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې په کې شاملي دي. ښاغلي سیواک په دغو لوبو کې ټولټال ۷۹۹۵ رنزونه کړي دي.

محمد کیف د هند پخوانی خو مسلمان لوبغاړی دی چې د هند لپاره یې ۱۲۵ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي
محمد کیف د هند پخوانی خو مسلمان لوبغاړی دی چې د هند لپاره یې ۱۲۵ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي

محمد کیف بیا د هند لپاره ټول ۱۲۵ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دی چې دوه سلیزې او ۱۷ پنځوسېزې په کې شاملي او ټول رنزونه یې ۲۷۵۳ دي، خو اوس د هند په ملي لوبډله کې نه لوبیږي.

هند له افغانستان سره د سیمې په کچه پام وړ مرسته کوونکی هېواد بلل کیږي، چې د کریکټ د ځینو کارپوهانو په باور که هند له افغان کرېکټ بورډ سره مرسته وکړي ښايي دغه هېواد د کرکټ په برخه کې لا ښه پرمختګ وکړی شي.

هند په دې وروستیو کې په قندهار کې د کرېکټ د یوه لوبغالي د جوړولو کار پیل کړ چې یوه میلیون ډالر پرې لګښت راځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG