د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ بورډ نوى اجرائيوي رييس وټاکه


افغانستان د کرکټ بورډ نوى اجرائيوي رييس وټاکه
افغانستان د کرکټ بورډ نوى اجرائيوي رييس وټاکه

د افغانستان د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر عمر زاخیلوال ددغې ادارې لپاره نوى اجرائيوي رييس وټاکه .

په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوې وه نوى ټاکل شوى رييس نسيم الله دانش خبریالانو ته وروپیژندل شو. دانش د کرکټ لوبې په اړه ښه معلومات لري، او د ژورنالېزم په برخه کې يې زده کړې کړې دي.

د ماليې وزير وايي : "نسيم الله دانش زه نه پېژنم ، خو کوم معلومات او پلان يې چې په پېژند پاڼه کې ليکلى له نورو کانديدانو ډېر پياوړى و، په نورو کانديدانو کې نوموړی د ازاد رقابت له مخې غوره شوی دی"

نسيم الله دانش به تر درې مياشتو پورې په امتحاني توګه کار کوي که يې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ښه کار وکړ، نو په رسمي توګه به په دې دنده وګومارل شي.

د کرکټ بورډ پخوانى اجرائيوى رييس حامد شينواري څو ورځې مخکې استعفا ورکړه او علت یې دا وښود چې غواړي خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.

داسې ویل کیږي چې تر هغه وړاندې پخوانی اجراییوي مشر ایمل شینواری د ملي لوبډلې د لوبغاړو له فشارونو وروسته له خپلې دندې لاس اخیستی وو او د حامد شینواری له دندې څخه لاس په سرکیدل هم دې ته ربط ورکړل شوی.

دا چې نوی اجراييوي مشر به وکړای شي چې د کرکټ بورډ چارې په ښه توګه ترسره کړي او که څنګه دا هغه څه دي چې د وخت په تیریدو سره به ځواب کړای شي.

بل خوا، په کندهار کی د سهيل لويديځی حوزی لپاره دکرکټ لوبی روزنيز پروګرام دايريږي.

دغه پروګرام به د راتلونکی فروری دمياشتی دلسمی نيټی(۲۰۱۱) څخه بيا تر شلمی نيټی پوری دلسو ورځو لپاره دکندهار ولايت په غازی محمد ايوب خان لوبغالی کی ترسره کيږی

دا روزنيز پروګرام د لوبی سپورټی روزنيزی موسسی لخوا په لاره اچول کيږی چی پکښی به دتکړه او دتجربی کارو استادانو لخوا دکرکټ لوبی لوبغاړوته د دی لوبی دهری برخی روزنه په ښه توګه ورکول کيږی څو ددی سيمی دکرکټ لوبغاړی دکرکټ لوبه په او معياری توګه زده او په راتلونکی وخت کی ددی روزنی څخه په ګټه اخيستو سره په دغه سيمه کي ښه او پياوړی لوبغاړی پيدا او خپل مهارتونه په ولايتی او ملی سطحه وښئي

دبوست اوکندهار دکرکټ اداره د ټولو هغه لوبغاړو څخه چی عمر يي د ۱۴ څخه تر ۳۰ کلونو پوری وی او دکرکټ لوبی د زده کړی سره مينه ولری غوښتنه کوی څو په دغه روزنه کی دګډون په موخه دکندهار دکرکټ اکاډمی څخه چی په غازی محمد ايوب خان لوبغالی کی موقعيت لری د راجستر فورمه ترلاسه کړی او دغه موقعي څخه ګټه واخلی او په دغه روزنه کی ځان شامل کړی.

XS
SM
MD
LG