د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله کابل ته ورسېده


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کابل په هوایي ډگر کې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کابل په هوایي ډگر کې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا د غوره ليګ سياليو تر ګټلو وروسته د جمعې په ورځ کابل ته ورسېده.

ټاکل شوی وه چې د کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ د پلان سره سم کابل ته ورسیږي، خو د رپوټونو له مخې د سخت باران له امله يې الوتکه د بلخ ولايت د مزار شريف په هوايي ډګر کې ښکته شوه.

د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې ته د کرکټ د مینه والو چې په کې د ملي شورا غړي، دولتي چارواکي، او د خصوصي سکتور مشران راغلي وو.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلې مشر محمد نبي عيسى خېل د ملي لوبډلې په اړه وويل چې په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه او هغوى ښه وړ تيا وښوده.
هغه زياته کړه چې دغو ځوانو لوبغاړو ته په کتلو سره موږ ويلى شو چې د افغانستان کرکټ ښه راتلونکى لري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کابل ته د رارسیدو په وخت
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کابل ته د رارسیدو په وخت

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیايي شورا د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې چې په مالیزیا کې ترسره شوې پنځه لوبې ترسره شوې چې د هانکانګ، عربي متحدو اماراتو، عمان او نیپال لوبډلې ته یې ماتې ورکړه ، خو د کوربه هیواد مالیزیا لخوا یې ماتې ومنله.

له دغو سیالیو سره افغانستان په خپل ګروپ کې اته امتیازونه درلودل او په خپلې وروستۍ لوبه کې یې نیپال ته ماتې ورکړه او داتلولۍ کپ یې خپل کړ.
XS
SM
MD
LG