د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرېکټ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي
افغانستان د اسیا د کرېکټ شورا په غوره لیک سیالیو کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه .

د افغانستان د لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل د پچې له ګټلو وروسته هانګ کانګ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه .

دغه لوبه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې وشوه . د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۲۱۸ رنزونو وسوځېدل .

د هانګ کانګ له بابر حیات پرته چې ۵۳ منډې یې وکړي، د دغه هېواد نور منډه جوړونکي افغان توپ اچوونکو ډېر و نه درېدل .
دولت ځدران او حمزه هوتګ درې درې مخالف لوبغاړي، محمد نبي دوه او عثمان غني یوه لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان او نور لوبغاړي، عثمان غني ته د ملي لوبډلې د خولۍ په سرولو په مراسمو کې
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان او نور لوبغاړي، عثمان غني ته د ملي لوبډلې د خولۍ په سرولو په مراسمو کې
افغانستان دغه هدف په ۴۳ اور کې ترلاسه کړ، ښايي هانګ کانګ ته ماتې ورکول د افغانستان لپاره هومره لوی خبره نه وي، خو د هانګ کانګ په وړاندې د ځوانو لوبغاړو لوبېدل د افغان کریکټ راتلونکي لپاره ښه زیری بلل کېدی شي.

عثمان غني چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړی دی، په لومړي ځل په افغان ملي لوبډلې کې ولوبېد او په ۶۸ توپونو یې ۷۰ منډې وکړي چې د افغانستان بری یې اسانه کړ .

په ده پسې بل ځوان منډه جوړونکی حشمت الله شهیدي و چې ۳۸ منډې یې وکړې او ترپایه و نه سوځېد، د لوبې غوره لوبغاړی هم عثمان غني و.

په پام کې ده چې افغانستان سبا د جمعې په ورځ ( مۍ ۲) له متحدو عربو اماراتو سره لوبه وکړي .
XS
SM
MD
LG