د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان د توپوهنې نوی روزونکی وګماره


برتانوی انډريو مولز د نیوزلینډ او کینیا د ملي لوبډلو روزونکی و او یوو لس کاله د انګلینډ د ورویکشیر لوبډلې بېټسمن هم پاتې شوی .
برتانوی انډريو مولز د نیوزلینډ او کینیا د ملي لوبډلو روزونکی و او یوو لس کاله د انګلینډ د ورویکشیر لوبډلې بېټسمن هم پاتې شوی .
د نیوزلینډ او زېمبابوې د کرېکټ د ملي لوبډلو پخوانی روزونکی انډريو مولز، د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ګمارل شوی دی .

افغان کرېکټ بورډ وايي ښاغلی مولز په کرېکټ کې اته وېشت کلنه تجربه لري اود توپ وهنې ( بېټېنګ) په برخه کې به افغان ملي لوبغاړو ته روزونه ورکوي.

برتانوی انډريو مولز له ۱۹۸۶ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۷ کاله پورې د انګلینډ د کرېکټ د یوې مشهورې لوبډلې ورویکشیر منډه جوړونکی یا بېټسمن و، دی چې ښې لاس توپوهونکی دی، د انګلینډ د څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس لوبو ډېره تجربه هم لري.

د دې ترڅنګ ښاغلي مولز د جنوبي افریقا په کورني کرېکټ کې د ګریګولینډ له لوبډلې سره هم پاتې شوی دی او دا مهال په جنوبي افریقا کې ژوند کوي .

د کرېکټ بورډ د مطبوعاتو مسول فرید هوتک امریکا غږ اشنا ته وویل ( انډريو مولز به د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته کابل ته راځي چې د ملي لوبډلې په روانو تمرینونو کې برخه واخلي او د توپ وهنې په برخه کې لوبغاړو ته نوي تخنیکونه او لارښوونه ورزده کړي .)

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په کابل کې په تمرینونو بوخته ده .

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په کابل کې په تمرینونو بوخته ده .
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په کابل کې په تمرینونو بوخته ده .
انډريو مولز د کینیا او نیوزلینډ د ملي لوبډلو پر روزنې سربېره، د انګلینډ د نونلس کلنو ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دی .

ښايي دا د ښاغلي مولز د ښې روزنې نتیجه وه چې کینیا یوارې د پنځوسو اورونو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته هم ووتله .


د کرېکټ پوهانو په باور د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې توپوهنه (بېټېنګ) تر توپ اچونې کمزورې ده، او له ډېره وخته په دغې برخې کې د یوې ښې او تجربه لرونکي روزونکي اړتیا لېدل کېده.

دا مهال کبیرخان د افغانستان عمومي روزونکی دی، خو انډريړ مولز به د کبیرخان ترڅنګ له افغان لوبغاړو ته د منډې جوړونې په برخه کې روزنه ورکوي .

افغان ملي لوبډله دا مهال د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام لوبو لپاره پر تیارو بوخته ده، چې په لومړي ځل یې په کې ځای موندلی دی .

که څه هم افغانستان د کرېکټ د نورو پرمختللیو لوبډلو په څېر ډېرې اسانتیاوې او په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالي او میدانونه نلري، خو په نړیواله کچه د افغان لوبغاړو لوبې حېرانوونکې او په زړه پورې بلل شوي دي .

افغانستان شاوخوا دوه میاشتې د مخه د اسیا کپ په سیالیو کې بنګلدیش ته ماتې ورکړه او ډېر خلک یې ګوته په غاښ کړل .

افغانستان درې وارې د کرېکټ د شلو اورونو په نړیوال جام کې هم لوبېدلی دی .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG