د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ١٥ کلنو د کرکټ ټورنمنټ


کابل کې د ١٥ کلنو د کرکټ ټورنمنټ

کابل کې د ١٥ کلنو د کرکټ ټورنمنټ

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د پنځلس کلنو ځوانانو ترمنځ د زونونو د کرکټ سيالۍ پيل شوي چې پنځو لوبډلو پکې ګډون کړى. لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغانستان د پنځو زونونو ترمنځ د پنځلس کلنو ځوانانو د کرکټ سیالۍ په لاره واچول شوې.

پخوا داسې زمینه نه وه بر ابره شوې چې دغه راز لوبغاړي په دننه هیواد کې لوبې وکړي دوی آن بهرنیو هیوادونو ته د ټورنمنټونو ترسره کولو لپاره استول کیدل خو د افغانستان کرکټ بورډ اوس دا زمینه برابره کړه چې لوبغاړي په خپل هیواد کې ولوبیږي.

مسي عينک، آمو، بوست، سپين غر او بند امير هغه لوبډلې دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري ټاکل شوي او سره سيالۍ ترسره کوي. دوست نظري د پنځلس کلنو د کرکټ یو مسول: "د افغانستان د ډومیسټک یا داخلي کرکټ د ودې په خاطر د اینټر ریجنس کرکټ ټورنمنټ په لاره اچول شوي ددې موخه دا ده چې په اینده کې موږ د پنځلس کلنو منتخب ټیم انتخاب کړو او د پنځلس کلنو په سطحه په افغانستان کې کرکټ ته وده ورکړو"

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې ددغه راز لوبو ترسره کول دوی لیواله کړي چې لا هم کرکټ وکړي او په رالتونکې کې ښه وځلیږي. قيس چې له ننګرهار ولايت څخه په دغو سياليو کې ګډون کړى وايي ډير خوښ دي چې دغه لوبې په لاره اچول شوي چې وکولاى شي له نورو لوبغاړو سره يې پيژندګلوي زياته شي.

قیس، لوبغاړی: "دا ټورنمنټ چې شروع شوی دا موږ لپاره دی او موږ غواړو چې په راتلونکې کې د کرکت لپاره ښه راتلونکې کې ولرو. موږ غواړو چې په دغه ټورنمنټ کې کامیابه شو او زه په څان باور لرم چې په راتلونکې کې به د ملي ټیم لوبغاړی کیږم" همدا راز په کابل کې د کلپونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ هم پيل شوي. په دغو سياليو کې د خوست،کونړ،کندهار،پکتيا ،ميدان وردګ ، لوګر ، ننګرهار او پنجشير ولایتونو څخه کلپونو ګډون کړی چې په ورته وخت کې له کرکټ بورډ سره راجستر دي. کرکټ بورډ وايي غواړي چې دغه راز کلپونه هم په رسمي توګه خپلو سیالیو ته دوام ورکړي او له پامه یې نه ديغورځولي.

XS
SM
MD
LG