د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي


سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

د بغلان او کندوز ولایت یو شمیر دهقانان وایې چې سږ کال ددوي د غنمو فصل ښه حاصل ورکړی، او د خپلې توقع مطابق حاصلات یې ترې په لاس راوړي.

د بغلان او کندوز ولایت هغه دهقانان چې په خپلو ځمکو کې یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرلي وایې چې د تیرو کلونو په پرتله یې ښه حاصل ترلاسه کړی.

دغه دهقانان د خپلو حاصلاتو زیاتوالې د اصلاح شویو تخمونو کرل ګڼي او وایې چې د اصلاح شوي تخم د کرلو سربیره کیمیاوي سره ارزانه وای او دوي غنموته پریمانه سره ورکړي وای حاصلات به یې نور هم ښه شوي وو.

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

د زاړه بغلان د منګلو کلي ته نږدې په یوه درمن کې د غنمو تریشل کیږي. ګډه وډه هوا یې بوس یوې او بې خوا وړي.

حاجي محمد امين چې شپږ اوه تنه مزدوران یې په کار ګومارلي دی خپله هم ورسره په تریشل کې مصروف دی، هغه وایې چې سږ کال دده د غنمو دانې او بوس په یوه اندازه دي یعنې غنمو یې دومره حاصل ورکړی چې له بوسو سره یې برابر دي.

کیدای شي یو شمیر نور دهقانان به داسې هم وي چې د هغوي د غنمو له حاصلاتو راضي نه وي خو دغو څو تنو دهقانانو ویل چې ځینو سیمو کې غنم هوا وهلي او ښه حاصل یې نه دې ورکړی خو هغه غنم چې په وخت رسیدلي وو او اصلاح شوي تخمونه کرل شوي وو له هغو فصلونو ښه حاصل اخیستل شوی دی.

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

د کندوز د علی اباد ولسوالۍ یو تن دهقان چې له تریشل وروسته یې غنم تلل او په بوجو کې یې خوندي کول وایې سږ کال یې اصلاح شوی تخم کرلی و.

دغه دهقان له اوه جریبه ځمکې څخه یې تقریبا شپږ سوه منه غنم حاصل اخیستې دی، هغه هم له خپلې دهقانۍ خوشاله و او ویل یې چې دده کورنۍ کلنۍ خوراکه برابره شوی ده.

حمیدالله دلقی علیا دکلي اوسیدونکې وایې: "سږکال د غنمو حاصل ښه دی بد نه دي اوه جریبه ځمکه مې کرلی وه پنځه شپږ سوه منه غنم مې ترې اخیستې دي." هغه وایې چې سږ کاله دده غنم هوا هم وهلي وو خو بیا هم له خپلې دهقانۍ خوشاله دی.

هغه وایې چې اوس مهال یو من (اوه کیلو) غنم په یوسل او دیرش افغانۍ پلورل کیږي، خو کیدای شي چې د غنمو نرخ نور هم لوړ شي.

یو بل دهقان چې په خپله ځمکه کې یې د ګلپي بوزغلی کرلی وایې چې دې هر کال په خپله ځمکه کې ګلپي کري او د سبزیجاتو له لارې هر کال له سلو زرو څخه زیاتې افغانۍ عاید په لاس راوړي: "محمد خان د علي اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایې چې دوي په خپلو ځمکو کې غنم او ګلپي کري، کله د ګلپي حاصل ښه وي او کله ښه نه وي، پنځه او شپږ جريبه ځمکه کې ګلپي کرو، چې له دغې ځمکې څخه تر دوه سوه زرو افغانیو پورې په یو فصل کې عاید اخلم."

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

سږ کال افغان دهقانان له حاصلاتو خوښ دي

محمد خان وایې چې دوی سږ کال د ملخو له وجې په خپلو سبزیجاتو باندې جالۍ خورې کړې وې او کله کله به ده او دده ماشومانو ملخان په لښتو شړل خو په شړلو د ملخانو مخنوي کله کیږي.

هغه وايې چې کله به ملخانو ډیر تنګ کړ نو په پټو کې به یې ورته اور بل کړ او ځای ځای به یې ورته لوګي شروع کړل، چې په شړلو، لوګو کولو او جالیو باندې مو خپله سبزي د ملخانو له حملو وساتله.

محمد خان زیاتوي چې که دزراعت ریاست د طبعي افتونو په مخنوي کې له دهقانانو سره مرسته ونه کړي دهقانان له ستونزو سره مخ کیدای شي.

XS
SM
MD
LG