د لاس رسي وړ اتصالات

پلار او زوی پر بایسکل د نړۍ د مزل هوډ لري


په ٢٠٠٢ کال کې ننگرهاري له کابل نه تر لندن پورې پر بایسکل سفر کړی و چې شاو خوا یو کال وخت یې ونیو.
په ٢٠٠٢ کال کې ننگرهاري له کابل نه تر لندن پورې پر بایسکل سفر کړی و چې شاو خوا یو کال وخت یې ونیو.

نادرشاه ننگرهاری او زوی یې فیروز خان چې د بایسکل پر سپرلۍ اروپا او امریکا ته د سفر په ترڅ کې د چک جمهوریت مرکز پراگ ته رسیدلي او غواړي نړیوال د افغانستان په ستنونزو خبر کړي.

د آزادۍ راډیو د انګلیسي ویپاڼې لیکلي چې نادرشاه ننگرهاری یو عادي پیغام لیږدونکی نه دی، هغه د افغانستان د حکومت د سولې سفیر دی چې د یو داسې هیواد د ملاتړ د جلبولو دروند ماموریت په غاړه لري چې د امریکا په مشرۍ د ناټو له لوري د طالبانو د رژیم له پرزولو ١۴ کاله وروسته هم له سختو ستوزنو او چلنجونو سره مخامخ دی.

ښاغلی ننګرهاری او ځوی یې د جولاۍ په میاشت کې پر بایسکل خپل حماسي سفر پیل کړ، له ستانبول نه یې حرکت وکړ او د بلغاریا، صربستان، هنگري او اتریش نه تېرېدو وروسته اوس د چک جمهوریت ته رسیدلي دي.

نادرشاه وایي " افغانستان په تېرو ١۴ کلونو کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ او سرښیندونو زیات پرمختګونه کړي دي.

هغه له هغو هېوادونو مننه وکړه چې دی ترې په بایسکل تېر شوی خو له هغوی غواړي چې " له افغانستان سره خپله همکاري همداسې روانه وساتي چې سوله راوړي."

نادرشاه چې د غاښونو ډاکتر دی د اوږدې مودې راهیسې د بایسکل ځغلولو په ورزش بوخت دی.

له چک جمهوریت نه وروسته ننگرهاری د جرمني څخه تېر شي سویډن، ناروي ډنمارګ او برتانیې ته لاړ شي او بیا به له هغه ځایه د روان کال په پای کې نیویارک ښار ته پرواز وکړي او هلته به د ملگرو ملتونو عمومي دفتر ته لاړ شي.

هغه پلان لري چې له نیویارک نه د امریکا لویدیځې غاړې ته لاړ شي او بیا به د هوا له لارې د استرالیا د سیدني ښار ته پرواز وکړي.

ښاغلی ننگرهاری وایي په ورځ کې شاو خوا سل کیلومیتره واټن وهي او د هغه په وینا په غونډیو او غرونو پر بایسکل ورته ستونزمن کار دی. هغه وایي دوی اجازه نه لري چې پر لویو لارو سفر وکړي نو باید د بایسکل په لارو لاړ شي چې دا ورته مشکله ده.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې، هغه او د هغه ځوی ته بایسکلونه او وسایل برابر کړي او د بهرنیو چارو وزارت ورته د ویزو بندو بست کړی او د سفر لگښت یې ورکوي.

په ٢٠٠٢ کال کې ننگرهاري له کابل نه تر لندن پورې پر بایسکل سفر کړی و چې شاو خوا یو کال وخت یې ونیو. کله چې هیواد ته ستون شو ورته د افغان حکومت له خوا د ملي اتل لقب ورکړل شو او د المپیک کمیټې ورته یو مډال هم ورکړ.

ننگرهاري د ٢٠٠٣ کال راهیسې د لېرې پرتو او جنجالي سیمو په گډون د افغانستان گوټ گوټ ته سفرونه کړي چې تعلیم ته د خلکو هڅول او د ښځو ځواکمن کول ترویج کړي.

XS
SM
MD
LG