د لاس رسي وړ اتصالات

د ماین پاکۍ پروګرام د مرستو له کمښت سره مخ دي


ملګري ملتونه وایي اوس هم د افغانستان په ۲۲ فیصده خاوره باندې ماینونه ښخ دي
ملګري ملتونه وایي اوس هم د افغانستان په ۲۲ فیصده خاوره باندې ماینونه ښخ دي

د یو این مس دفتر چارواکي وایي چې د ماینونو نه د خالي افغانستان پلان په ۲۰۱۳ کال جوړ شوی وو او په پام کې وه چې تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان له ماینونو خالي شي، خو ددې دفتر په ويناء نړیوالې مرستې کمې شوي او پدغه لس کلن پلان یې تاثیر کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د چارو د خدمتونو دفتر د پروګرام مشر، امریکا غږ ته وویل چې د ماین د خالي لس کلن پروګرام لپاره ۳۹۰ ملیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې تر اوسه ندي ترلاسه شوي او په راتلوونکو کلونو کې باید ددې پروګرام مرستې تیارې شي.

ښاغلي مکمردو وویل" په پاتې اوو کلونو کې څه چې باید مونږ وکړو، هغه دا دي، چې د مرستو کچه لوړه کړو، دا کمښت رفعه کړو ترڅو په ۲۰۲۳ کې له ماینونو پاک افغانستان ولرو."

د ماین پاکۍ د یو بل دفتر مسؤل وویل چې د ماین پاکۍ مؤسسې د روانې جګړې له پاتې شونو چاودیدونکو توکو په تېره بیا د سړک د غاړې بمونو نه زیات په اندېښنه کې دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ د مرکز مشر محمد صدیق راشد وویل "د ماین پاکۍ پروګرام ډیري سړکونه چې د پخواني جنګ نه پکې ماینونه خښ وو پاک کړي دي، ولې اوس چې کله جنګونه ختم شي، نو بیا به پانګونې ته اړتیا پيښیږي، چې سړکونه له ماینونو پاک شي."

د ماین پاکۍ پروګرام په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په افغانستان کې پيل شو خو لا هم ماینونه ندي پاک شوي.

د ماین پاکۍ اړوندې ادارې وايي، دا چې په افغانستان کې مسلسل تاوتریخوالی او جګړې روانې دي، نو د ماین پاکۍ پروګرام هم پدغو لسیزو کې پای ته و نه رسېده.

د ماین پاکۍ مؤسسې وایي، چې دوه ویشت په سلو کې د افغانستان په ځمکه لا هم ماینونه شته دي او اته اویا په سلو کې له ماینونو ځمکه پاکه شوې ده.

بل لورته نن د ماین پاکۍ مؤسسو له یو اسټرالیايي ماین پاکوونکي یان مینسفیلډ نه چې شل کاله یې په افغانستان او نورو ملکونو کې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کړی نمانځنه وکړه او د هغه کتاب چې دوه میاشتې مخکې خپور شوی دی، وویشه.

یان مینسفیلډ له اسټرالیا د سکايپ له لارې د خپل کتاب د خپراوي په تړاوو وویل چې پدغه کتاب کې د ماین پاکۍ ټولې هڅې نغاړل شوي دي.

هغه په افغانستان کې د ماین پاکۍ د لسیزو پروګرامونه د ستاینې وړ وبلل چې په نړۍ کې یو له اوږدو پروګرامونو وو.

په افغانستان کې له لسیزو راهېسې د ماین پاکۍ ګڼې مؤسسې فعالیت کوي، خو لا هم داسې سیمه شته چې د ماینونو په تړاوو یې سروې ګانې ندي ترسره شوي.

XS
SM
MD
LG