د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وزیري: افغان ځواکونه د نړیوالې ټولنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان دفاع وزارت دغه هیواد ته د زیاتو امریکایي سرتیرو د ستنیدلو په اړه د امریکا د پوځ د یو چارواکي څرګندونو په غبرګون ویلي چې په کار دي امریکا، ناټو او هغه هیوادونه چې له تروریزم څخه زیان ویني په ګډه په دغه هیواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه نړیواله جګړه ده چې د دغې جګړې په لومړۍ کرښه کې افغانان ولاړ دي.

جنرال وزیري وویل " بنآ دلته د امریکا متحده ایالات، د ناټو غړي هیوادونه اود نړۍ نور هیوادونه چې د تروریزم څخه کړیږي دوی ټول باید سره لاسونه یو کړي په هرشکل چې کیږي په هرترتیب چې کیږي باید په افغانستان کې دې جګړې لپاره د پای ټکی کیښودل شي، ځکه دا جګړه د تروریزم سره جګړه ده، یوازې زمونږ کورنۍ داخلي جګړه نه ده ".

جنرال وزیري زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو په خپلواک ډول د راتلوونکو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف فوتل، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمیټې د غړو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چېپه افغانستان کې په ټپه دریدلي پوځي وضعیت د بدلولو لپاره په دغه هیواد کې زیاتو امریکایي سرتیرو شتون ته اړتیا ده.

هغه وویل چې افغانستان ته د اضافي سرتیرو په استولو سره به افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې او روزنې بهیر ګړندی شي.

جنرال جوزف فوتل وویل "د پوښتنې ځواب مثبت دی، بلې مونږ په یوې ستراتیژۍ کار کوو او په دې برخه کې زه او جنرال نیکولسن د دفاع وزیر سره خبرې کوو. مونږ دواړه هڅه کوو تر خپل ښه وړاندیزونه د دفاع وزیر ته وړاندې کړواو په دې برخه کې پرمختګ ته منتظر یو".

د افغانستان دفاع وزارت ویاند وایي، چې هیواد ته یې د نورو اضافي امریکایي سرتیرو د ستنیدلو په برخه کې چې افغان او د امریکا متحده ایالاتو حکومتونه هره پریکړه وکړي دا وزارت یې پلي کولو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG