د لاس رسي وړ اتصالات

د مرستو کمښت او جګړو د ماین پاکۍ پروسه له خنډ سره مخ کړې


په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو پروګرام د پیسو د نشتوالي او د جنګونو د شدت له امله له خنډ سره مخامخ دی
په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو پروګرام د پیسو د نشتوالي او د جنګونو د شدت له امله له خنډ سره مخامخ دی

په افغانستان کې د هغو میلیونونو ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو څو کلن کمپاین چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او د داخلي جګړو له وخت پاتې دي، د نړیوالو مرستو د کمیدو او د هېواد په ډیرو برخو کې د ناامنیو د شدت له امله د په ټپه درېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د اقتصادي احیا لپاره اړین دغه پروګرام په ۲۰۱۳ کال کې بشپړ شي، خو دغه کار تر اوسه ندی شوی که څه هم د هېواد له پنځو برخو تقریباً څلور برخې له ماینونو پاکې ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په شاوخوا ۶۰۰ سوه کیلومتر مربع سیمه کې له ۳۰۰۰ څخه په زیاتو مشخصو ساحو کې چې ۱۵۷۰ کلي دي، تر اوسه هم ماینونه پاتې دي. ددې سیمو څخه یوه یې د سالنګ لویې لارې ته نږدې پرته ده.

عبدالقدیر حلیمي چې د افغان دولت او ماین پاکۍ د موسسو ترمنځ د رابطې جوړونکي په توګه کارکوي وايي، په افغانستان کې په میلیونونه ماینونه موجود وو چې ډیر یې د ماین پاکۍ د موسسو له خوا له منځه یوړل شول خو اوس هم په یو شمیر غرنیو سیمو کې د ماینونو خطرموجود دی.

د روان کال د اپریل او جون د میاشتو ترمنځ موده کې د حکومت د مالوماتو له مخې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۲۸ کسه وژل شوي او ۵۳ نور زخمیان شویدي.

دغه شمیره، د۲۰۰۱ کال په پرتله چېد دریو میاشتو په موده کې پهکې ۵۰۷ مړه او ژوبل شوي وو، کمه ده. خو د تیرکال د عین مودې په پرتله زیاتوالی ښيي چې ۳۸ کسه د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

ملګري ملتونه وايی سږکال د ماینونو نږدې اتیا په سلو کې تلفات ماشومان وو.

د ماین پاکانو په وړاندې امنیتي ګواښونه

ماین پاکۍ تل یوه خطرناکه وظیفه پاتې شوېده، خو د هېواد په ډیرو برخو کې د جنګونو زیاتوالي د ماین پاکۍ چاره د هېواد په لږ شمیر سیمو پورې محدوده کړې، او ماین پاکان له ډیرو خطرونو سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ماین پاکان له ۲۵ امنیتي پېښو سره مخامخ شوي چې له امله یې ۶ کسه ووژل شول او ۹ نور زخمیان شول. ۶۷ نور برمته شول او بیرته خوشې شول. په ۲۰۱۵ کال کې په ۳۵ امنیتي پېښو کې ۸ کسه ماین پاکان ووژل شول، ۳۴ ټپیان شول او ۶۳ نور اختطاف شول.

چارواکي وايي د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې له ماینونو ډکې او یاهم خطرناکې سیمې شته چې د ماین پاکۍ چاره په کې اوس مهال د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله ډیره خطرناکه ده.

په ځینو، مواردو کې طالبانو او جنایتکارانو په دوی بریدونه کړي او په ځینو نورو وختونو کې بیا طالبانو ورسره ښه رویه کړې.

ښاغلی حلیمي زیاتوي "دوه مهمې ستونزې چې ماین پاکان ورسره مخامخ دي، امنیت او پیسې دي. ځینو موسسو د بودیجې د کموالي له امله خپل فعالیتونه کم کړي".

د مرستو کموالی

په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې تهنړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶ کال کې ۲۲ میلیونه ډالره ځانګړي کړي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي دې کارته د ۸۵ میلیونو ډالرو ضرورت دی.

یوازې په ۲۰۱۱ کال نړیوالو د ۹۷ میلیون ډالرو مرسته وکړه، له هغه راوروسته د ماین پاکۍ له برخې سره په نړیوالو مرستو کې کموالی راغلی. په عین وخت کې د ماین پاکۍ د کلنیو مصارفو تقاضا لوړه شوې، ځکه په ځینو سیمو کې نوې ماین لرونکې سیمې کشف شوي او بل علت یې په تیرو کلونو کې د نړیوالو له خوا د لږ پیسو مرسته ښودل شوې.

تیرکال ۳۸ میلیونه ډالره مرسته وشوه په داسې حال کې چې ۶۵.۹ میلیونو ته اړتیا وه. ملګري ملتونه او افغان چارواکي ویره لري چې د سږ کال مرسته به هم ښايي کافي نه وي، ځکه د نړیوالو پاملرنه او مرستې د عراق او سوریې په څېر نورو سیموته اوښتي.

د پخوانیو مرسته کوونکو هېوادونو استازو چې یا یې هم مرستې کمې کړي او یا یې بیخي قطع کړي، په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

د ماین پاکۍ له پروګرامونوسره لوی مرسته کوونکي هېواد امریکا، وايي ژمن دی چې هرکال د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره شل میلونه ډالره مرسته وکړي خو د نورو هېوادونو د هڅونې لپاره هڅو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG