د لاس رسي وړ اتصالات

مخالفو وسلوالو سره د خبرو لپاره ځای ټاکل شوی


حکمت خلیل کرزی وایي چې افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د خبرو لپاره د مرکچیانو په غوره کولو بوخت دی.
حکمت خلیل کرزی وایي چې افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د خبرو لپاره د مرکچیانو په غوره کولو بوخت دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی وایي چې وسلوالو مخالفانو سره د خبرو لپاره ځای ټاکل شوی او افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د خبرو لپاره د مرکچیانو په غوره کولو بوخت دی.

ښاغلي کرزي وویل " مونږ د سیمې او ګاونډیانو سره جګړې ته د تل پاتې حل د موندلو لپاره په خبرو بوخت یو په وروستیو کې مو یو لړ بریالیتوبونه لرل، په نږدې راتلونکي کې به مونږ د افغان حکومت او د وسلوالو مخالفانو ترمنځ مخامخ خبرې ولرو همدا اوس چې له تاسو سره غږیږم افغان حکومت د خبرو لپاره د مرکچیانو په غوره کولو بوخت دی او د خبرو لپاره ځای هم ټاکل شوی دی ".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت کرزي د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز او د چین د نړیوالو اړیکو د انستیوت له خوا په ګډه جوړ شوي یو سیمینار ته د وینا په وخت د چین څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې دې پاکستان افغان حکومت سره همکارۍ ته وهڅوي.

ښاغلي کرزي وویل "د دې لپاره چې چین له پاکستان سره ښې او ګرمې اړیکې لري له چین نه غواړم چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو به برخه کې محلصانه هلې ځلې وکړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین په افغانستان کې نا امني د چین په زیان هم وبلله وې ویل چې طالبان، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، آې ایم یو، د جنوبې ترکمنستان اسلامي خوځښت او داعش هغه ډلې دي چې افغانستان او چین دواړو ته ګواښونه را ولاړوي.

هغه د دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان او چین ترمنځ د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه په ځانګړي ډول یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو اړتیا یادونه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل چې د چین په وړاندې د افغانستان پالیسي نه بدلیدونکې ده او افغانستان د تایوان او تبیت په ګډون د یو چین د ځمکنۍ بشپړتیا نه ملاتړ کوي.

حکمت کرزي د افغانستان او چین اړیکې اوږدې او تاریخي وبللې وویل چې دا اړیکې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د یوولسمې ورځې د پیښو زیږنده نه دي.

د چین د نړیوالو اړیکو د انستیوت رئیس جې ژي په خپلو خبرو کې د افغانستان او چین اوږدو اړیکو یادونه وکړه وې ویل چې افغانستان ته د دې لپاره راغلی تر څو د افغان سیاسي کارپوهانو سره د افغانستان په حالاتو خبرې وکړي او بیا چین حکومت ته راپور برابر کړي.

هغه وویل چې له بهره د افغانستان د حالاتو معلومول ګران دي.

XS
SM
MD
LG