د دسمبر دریمه د معلولینو نړیوله ورخ په کابل کی ونمانځل شوه. ددې هیواد معلولین د دوی ژوند ته ددولت د نه پاملرنی او نه مرستو نه ګیله من دي.
په افغانستان کی نژدی ۸۰۰ زره کسان معیوبه دی چه ددی شمیری نژدی نیمایی حرکي ستونزی لري.
د ملک د روغتیا وزارت وایي د معلولینو ته یې د صحي خدماتو په رسولو کې ډیر څه کړي او په راتلونکی کی هم پراختیایی پروګرامونه لري.
افغان معلولین غواړي افغانستان دی د معلولینو د نړیوال فدراسیون غړیتوب پیدا کړي
په هیواد کی د ملیونونو ماینونو شتون هم د خلکو د معیوبیت سبب ګرځیدلی دی
معلولینو ته د دولت نه پاملرنه او ددوی د ژوند بد حالت دوی دی مجبوره کړی چه په لوړ ژغ د دولت نه ګیله وکړي.
دوی وایی د معلولینو په محافلو کی ددولتی چارواکو نه ګدون دوی ته په سپکه کتل دی.
په داسی حال کی دولتی څوکیو ته ددی مقاماتو رسیدل د همدوید فداکاریو نتیجه ده.
حاجی رحیم شاه شاهپوری د معلولینو د فدراسیون مشر ګواښ کوی چه که معلولینو ته د افغان دولت نه پاملرنه دوام وکړی نو دوی به چارواکی هم ارام ژوند ته نه پریږدي.
افغان معلولین غواړی چې دولت دې بهرنیو هیوادونو ته ددوی د درملنې تابیا وکړی ځکه په هیواد کی جهاد ددوی په مت ګتل شوی دي.
دا په داسی حال کی ده چه د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیاله نادره حیات وایی د معلولینو د تداوی او صحی بیا رعاوی لپاره یی دیر څه کړی و دوی وایی ۸۹۴ تنه طبی پرسونل چه ۵۶۰ یی په خپله معلولین دی لګیا دی ددوی لپاره صحی اساسی خدمات رسوی او په دی وروستیو کی د ۸ ملیونه افغانیو په ارزښت په خوست ولایت کی د معیین لپره د اور تو پیدی مرکز جوړ شوی دی او په راتلونکی کی به هم ددوی دلپآره د فزیو تراپستانو د زده کړی تابیا کوی.
دا وزارت همدا رنګه په پام کی لری چه په راتلونکو ۵ کالو کی به دوی ته اساسی صحی خدمات په بشپړه توګه ورسوی
ملیحه جامی افغانه معیوبه میرمن ده چې د تنویر په نامه موسسی کی کار کوي. ملیحه د پولیو له وجی معیوبه شوې ده ملیحه وایی معیوبیت ددی د ناتوانی سبب نه دی شوی.
د معلولینو د فدراسیون د مشر په وینا افغانستان باید د معلولینو د نړیوال فدراسیون غړی شی تر څو دوی هم د نړیوالو مرستو نه برخمن شي.
په کابینه کی غړیتوب ، د معلولینو لپاره د مستقل وزارت شتون او د سولی په عالی شورا ګی د معلولینو د استازی ګدون افغان دولت نه دد جدی غوښتنې دي.
"د سولی جرګی کی باید موژ د نمونی په شکل اشتراک وکړو چه د جګړی اثار زموژ په وجود کی دی نړیوال باید موژ ته وګوری او عبرت واخلی او اینده ددی مخه ونیول شي"