د لاس رسي وړ اتصالات

هندوانو په افغانستان کې دیوالي ولمانځله


هندوانو په افغانستان کې دیوالي ولمانځله

هندوانو په افغانستان کې دیوالي ولمانځله

د افغانستان په شمالي ولایت کندزو کې د سیکانو یوازې لس کورنۍ اوسیږي. له جګړو د مخه دلته تقریبا سل کورنۍ سیکان او هندوان اوسیدل، چې د جګړو پر وخت یې کډې وکړې او تر اوسه یې ایله د گوتو په شمیر کورنۍ بیرته راستنې شوي دي.

د ولایت په مرکز کې سیکان او هندوان په خپل عبادتځای یا درمسال کې اوسیږي، د هغوی هره کورنۍ په یوه وړه کوټه کې ژوند کوي.

په دغه ولایت کې میشتو سیکانو او هندوانو سږ کال په لومړي ځل دیوالي یا دیپ مالا په خوښیو ولمانځله.

هغوی درمسال په رنګینو ګروپونو روښانه کړی او ددغې ورځې په مناسبت یې د خپل رواج سره سم خوراکونه برابر کړي او نوی جامې یې اغوستي دي.

سیک مذهبه خلک په کال کې څو مذهبی ورځې دیوالي، ویساک، هولي او نورې لري چې لمانځي یې خو په کندوز کې د دوهم ځل لپاره دغه اقلیت خپله یوه مذهبي ورځ دیوالي لمانځي.

په کندوز کې میشتو سیکانو څو کاله وړاندې په دغه ولایت کې د ویساک میله هم لمانځلې وه، خو له همغه کال وروسته ددغه ولایت سیک مذهبه اوسیدونکي د ویساک او نورو میلو لپاره جلال اباد ته تلل.

دوی وایي چې په کندوز کې ددوي شمیر کم دی نو ځکه د خپلو مذهبي ورځو د لمانځلو په خاطر نورو هغو ولایتونو ته سفر کوي چې ددوي د مذهب د خلکو شمیر په کې زیات وي.

XS
SM
MD
LG