د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي ځپلې میرمنې پزه به بیا ورغول شي


د ترکیې یو روغتون د ریزه ګل پوزه رغوي چې خاوند یې د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې ترې غوڅه کړې وه
د ترکیې یو روغتون د ریزه ګل پوزه رغوي چې خاوند یې د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې ترې غوڅه کړې وه

یوه شل کلنه افغانه چې خاوند یې پزه پرې کړې وه د تیرې جمعې په ورځ د ترکیې په یو روغتون کې د جراحۍ لپاره بستر شوی ده.

ریزه ګل چې په انقره کې یې د خپل روغتون له بستر نه خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې هغه په ماشومتوب کې د پیسو په بدل کې یو سړي ته په زور واده شوې وه چې بیا دغه سړي ورسره د وهلو ټکولو او په سرې شوې اوسپنې د داغولو په گډون شپږ کاله ناوړه چلند وکړ.

هغې وویل "مور او پلار مې زه ناخبره ورکړم. دوی ویل چې اسلام دی شه به شي. زه چي یي ورکړم، بالا ظلم یې راسره کاوه."

هغې د خپلو لاسونو هغه ټپونه خبریالانو ته وښودل چې په سرې اوسپنې داغ شوي وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پیښه د فاریاب ولایت د طالبانو تر کنټرول لاندې په یوه سیمه کې شوې وه، خو ددې میرمنې خاوند چې محمد خان نومیږي لا هم د پولسیو له خوا نه دی نیول شوی.

ریزه گل زیاته کړه "میړه مې ولاړ. بالا زه یې پریشولم د خاتون په دشته کې. بالا زه میمنې ته ولاړم. کله چې میمنې ته ولاړم، مسلمانانو ډیر زحمت او خواري راوکشلې."

ریزه ګل له خپلې سیمې بیا کابل ته بوتلل شوه او د افغان چارواکو په غوښته د درملنې لپاره ترکیې ته ځکه انتقال شوه چې د رغونې جراحي يې په افغانستان کې امکان نه درلود.

د پلاستیکي جراحۍ معالج رمضان ارکین وویل د هغه روغتون په آسانه کولای شي چې د هغې پزه بیا ونښلوي. هغه وايي، "ددې ناروغې پزه په چاړه په بشپر ډول غوڅه شوې وه. هډوکی، پلې او نسجونه یې له منځه تللي دي. خو مونږ د جراحۍ په واسطه پوزه بیا نښلولی شو."

ارکین څرګنده کړه ښايي دوی د جراحۍ دوه عملیات وکړي.

د ریزه ګل یو خپلوان ویلي چې هغه به تر هغه افغانستان ته ستنه نشی تر څو چې چارواکو د هغې د بشپړې ساتنې تظمین نه وي کړی.

XS
SM
MD
LG