د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي:په څلور میاشتو کې مو ۱۰۹۲ قاچاق‌کوونکي نیولي


چارواکي وايي په نیول شویو کسانو یې څلور د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي او دوی ته مطلوب کسان وو.
چارواکي وايي په نیول شویو کسانو یې څلور د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي او دوی ته مطلوب کسان وو.

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبازې پولیس وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو ۱۰۹۲ لوی او واړه قاچاق‌کوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د عملیاتو عمومي رئیس عبدالخلیل بختیار امریکا غږ ته وویل، په نیول شوو کسانو کې څلور لوی قاچاق‌ کوونکي هم شامل دي چې پولیسو ته د مطلوبو کسانو د لست په سر کې وو.

ښاغلي بختیار وویل "په ۱۳۹۴ کال کې موږ تر اوسه ۴ کسه نیولي دي، څلور کسه چې د هیواد له مختلفو سیمو څخه دي له شمال څخه هم دي، له سویل څخه هم او له لویدیځ څخه هم دي، دا هغه کسان دي چې په ټنونو نشه‌يي توکي یې له هیواد څخه بهر قاچاق کړي دي، په خواشینې سره یو شمیر لوی قاچاق‌کوونکي په هیواد دننه ژوند نه کوي، دوی په هغو سیمو کې دي چې د امنیت له پلوه ورکې لوړ ګواښ موجود دی، دا سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي."

د جنرال عبدالخلیل بختیار پر وینا هڅې روانې دي چې د روان کال په پاتې اتو میاشتو کې شپږ نور لوی قاچاقکوونکي هم ونیسي.

دغه راز، ښاغلي بختیار په کابل او نیمروز ولایتونو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له سترې لاسته راوړنې خبر ورکړ او و یې ویل، چې پولیسو په دغو دوو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۵ کسه نیولي چې غوښتل یې ۲۵۰۰ کیلوګرام اپین له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کړي.

هغه وویل "زموږ پولیس وتوانیدل، چې تیره ورځ د کابل په دروازو کې یو ټُن نشه‌يي توکي ضبط کړي په دې قضیه کې یو تورن شامل دی او یو باروړونکی موټر هم نیول شوی دی، دغه راز، تیره شپه په نیمروز ولایت کې د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس له نورو امنیتي پولیسو سره په مرسته په یو ځانګړي عملیات کې ۴ کسه ونیول چې ۱نیم ټُن نشه‌يي توکي یې قاچاق کول، له دوی څخه یو لنډکروزر ډوله موټر او درې میل وسله هم ضبط شوې چې قضیه تر تعقیب لاندې ده."

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د نشه‌يي توکو د کشف او ضبط او د قاچاق‌کوونکو د نیولو لپاره به په نږدې ورځو کې د افغانستان په کچه پراخ عملیات پیل کړي.

د دغه معینیت د چارواکو پر وینا په کابل ښار کې د نشه‌يي توکو پرچون او عمده پلورونکو د نیولو لپاره به هم ډیر ژر پراخ عملیا پیل کړي.

د دغه معینیت د معلوماتو له مخې د تیر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله سږکال د نشه‌يي توکو په کشف او ضبط او د قاچاقو‌کوونکو د نیولو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د مُسکراتو، جرمونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايی، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې کشفي او امنیتي ارګانونو دغه مرکز ته ۲۲۰ قضیې سپارلي، چې ورکې درې سوه عمده قاچاق‌کوونکي شامل دي.

د دغه مرکز دمعلوماتو له مخې، په ۱۳۹۳ کال کې دغه مرکز د نشه‌يي توکو د شاوخوا ۷۵۰ قاچاق‌کوونکو دوسیې څیړلي چې ورکې نږدې شل تنه دولتي کارکوونکي او درې بهرني اتباع هم شامل وو

XS
SM
MD
LG