د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کلیو د اقتصادي پراختیا نوی پروگرام


Afghan Women
Afghan Women

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې دا ملي پروګرام چې په کلیو او بانډو کې به وړو تشبثاتو او صنایعو ته وده ورکوي نن رسما پیل شو، دغه پروګرام چې د کلیوالو د اقتصادي وضعې د لوړولو لپاره ډیزاین شوی د نړیوالو بانک له خوا تمویلیږي.

دا پروګرام سږ کال په اتو ولایتونو پروان، بامیان، ننګرهار، بلخ، بدخشان، هرات، کندهار او هلمند کې تطبیق کیږی خو په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا پرورګرام ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

د کلیو پراختیا وزیر جار الله منصوري وویل چې ددی پروګرام له تطبیق سره به زرګونو کلیوالو ته د کار کولو زمینه برابره شي د دوی لپاره د وړو کارونو فرصتونو برابر شي او اقتصاد به یې لوړ شي.

د پروګرام یوې مسؤلې غزال حارث اشنا تلویزیون ته وویل دا پروژه ېې پدې وروستیو کې په پروان او بامیانو کې تر ازمېښت لاندې نېولې وه او بریالۍ ختلې هغې زیاته کړه پدغه ازمايښتي موده کې د لاسي صنایعو او د پروګرام د نورو تولیدي محصولاتو نمونې د ډاډ وړ دي.

د کلیو پراختیا وزارت تر دې وړاندې د نورو ملي پروګرامونو په لرلو سره موفقه وزارت بلل کېده او د ملي پیوستون پروګرام یې تر ډېره کلیوال ستايي.

XS
SM
MD
LG