د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر د پورونو او مالیاتو په نظام کې بدلون غواړي


افغان سوداګر د پورونو او مالیاتو په نظام کې بدلون غواړي
افغان سوداګر د پورونو او مالیاتو په نظام کې بدلون غواړي

د افغانستان د خصوصي متشبثینو بورډ د سوداګرو او بانکونو تر منځ همغږي غواړي.

سوداګر وایي ددې همغږﺉ نشتوالی د خصوصي تشبث د ودې په لار کې ستر خنډونه راپیدا کړي دي.

ډیر سوداګر ګیله من دي چې دا مهال ددوی او بانکونو تر منځ همغږي نشته او بانکونه د دوی ستونزې نشي حس کولای.

د خصوصی متشبثینو د مشورتي بورد رییس حاجی رحم الدین ناجي اغا پر سودا ګرو د غټو مالیو، په ښارونو کې د ښاروالیو له خوا د مالیو اخیستل او په تجارتي لایحو او قوانینو کې د ستونزو او کمیو شتون هغه غټې ستونزې ګڼي چې د ددوی د کارو بار او تجارت لاره یې ډب کړې ده.

ښاغلی حاجي اغا دا ستونزې داسې رابرسیره کوي:

مالیه موږ ورکوو، د ګمرک محصول موږ ورکوو، د کار بیلانس موږ ورکوو ښاروالي راځي د مالیې په نامه پیسې اخلي او د ښاروالۍ د نوې لایحې پر اساس د یو موټر اوړو نه ۱۶۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ افغانۍ اخلي، دا سوداګرو ته ډیره ګرانه ده .

خو د پښتنې بانک مشر ګل مقصود صابر د سوداګرو د ستونزو د هوارولو لپاره د سوداګرو او بانکونو تر منځ همغږي غواړي. د پښتني بانک د مشر په وینا سوداګر او بانکونه هغه دوه لوبغاړي دي چې کولای شي په ګډه د هیواد وران ویجاړ اقتصادي وضعیت د ناخوالو او نا همغږیو له سیند نه د ودی او پرمختګ ساحل ته ورورسوي.

سره له دې چې دا مهال د هیواد په ملي او خصوصي بانکونو کې د تجارت د ودې لپاره پوره پیسې شته خو ښاغلی مقصود وایي د بانک او سوداګرو تر منځ د همغږﺉ او سالمې رابطې نه شتون سبب شوی چې دا پيسې سوداګرو ته ونه رسیږي.

د بانکونو په خزانو کې ډیرې پیسې شته چې یا یې بانکونه خارج ته لیږي او په بانکونو کې یې سرمایه ګذاري کوي چې کار پرې وکړي او یا هم بې فایدې پرتې دي چې دا زموږ اقتصاد سره ظلم دی. سره له دی چی پیسی شته خو دا پیسی تجارانو ته نه رسیږي موږ باید د بانک او سوداګر تر منځ رابط ایجاد کړو.

د پښتنی بانک رییس د بانکونو په کړنو او قوانینو کی هم لویې ستونزې ویني.

ښاغلي صابر غوښتنه کوي چې په بانکي چارو کې دې د نورو ادارو لاس وهنه بنده شي او دوی ته دې کاري استقلالیت ورکړ شي.

ږغ

د هغه په وینا کله چی سوداګر بانک ته خپل پور نه ادا کوي نو د قانون پر اساس بانک کولای شي د ۱۸۰ ورځو نه پس د پوروړي سوداګر جایداد خرڅ کړي او د بانک پور پرې ادا کړي.

ځو کله چې دا ستونزه د بانکي قوانینو پر اساس محکمې ته راجع کیږي په مودو مودو وخت تیریږي تر څو محکمه سوداګر د پور ادا کولو ته مجبور کړي هغه هم په داسې حال کې چې سوداګر له هیواده بهر نوي تللی.

ښاغلی ګل مقصود غوښتنه کوي چې بانکي قوانین باید بانک ته دا اجازه ورکړي چې د محکمې پرته د پوروړي جایداد خرڅ او بانکي پور ادا کړي.

خصوصي پانګه وال او بانکونه تر ډیره بریده په دې سره همغږي دي چې باید د سوداګرو تشخیص وشي او بانکونه دي هغه چاته پور او پیسې نه ورکوي چې یوازې تجارتي جواز لري بلکه هغه سوداګرو ته دې پور ورکړای شي چې کولای شي په ریښتینې توګه د سوداګرﺉ د پرمختګ او پراختیا لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې د پښتني بانک مشر هم له سودا ګرو غواړي د ا مشورتي بورد او بانکونه دې په ګډه ریښتیني تجاران وروپیژني. غیر مربوطه ادارې دې بانکونو کې لاس وهنه بنده کړي او مرکزي بانک دې داسې پالیسي جوړه کړي چې د هغه پر اساس دې خصوصي بانکونه هم سوداګرو ته پورونه ورکړي تر څو د سوداګرﺉ څرخ لا هم ځغلنده شي، د هیواد اقتصادي وضعیت ښه او وطن په ځان بسیا شي.

د چارواکو په وینا دا مهال د افغانستان د وارداتو کچه ۴۰۰ملیونه ډالره ده په داسې حال کې چې هیواد یوازې د ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت صادرات لرې.

XS
SM
MD
LG