د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې له افغان حکومت سره ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې چې له ښوونځیو څخه پاتې زده کوونکو ته د زده کړې زمینې برابرې شي.
د ښوونې او روزنې د وزارت وياند کبير حقمل اشنا ته وويل دا پروگرام به په ١٣ ولايتونو ، باميان ، دايکندی هرات، کندهار، فراه، غور، بادغيس ، هلمند ، ننگرهار، پکتيا، پکتيکا ، ارزگان او زابل کې پلی شي.
د شوې مرستې په اساس به هغو ۱۰۰ زره کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي چې يا له ښوونځيو پاتې دي او يا هم د زده کړو امکانات ورته برابر نه دي.
ښاغلی حقمل د امریکا غږ خبریالې نوشابه اشنا ته وویل چې دا پروگرام په څلورو کلو کې پای ته رسيږي چې زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې شامل کړل شي.