د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغانې ښوونکې د تعلیمي خدمتونو نړیواله جایزه وګټله


۴۹ کلنه عقیله اصفي په پاکستان کې مهاجره ده او د نجونو د تعلیم یوه فعاله او ښوونکې ده.

۴۹ کلنه عقیله اصفي په پاکستان کې مهاجره ده او د نجونو د تعلیم یوه فعاله او ښوونکې ده.

په پاکستان کې میشته ۴۹ کلنه افغان مهاجره عقیله آصفي خپل ژوند په پاکستان کې مهاجرینو جینکو ته تعلیم ورکولو ته وقف کړیدی.

د ملگروملتو د مهاجرینو اداری ( یواین ایچ سي آر) هغې ته د دغې مبارزی لپاره نینسن جایزه ورکړیده.

عقیلی اصفي پاکستان کې هغه میندې او پلرونه تعلیم ته هڅوي چې خپلې نجونې ښونځیو ته نه پرېږدي.

عقیلې اصفي د پنجاب په میانوالي سیمې کې خپل فعالیتونو پیل کړي وو. هغې تور اوسه پوری د زرگونو نجونو سره په لومړنیو زده کړو کې مرسته کړیده.

هغې امریکا غږ ته وویل چې کله یې د نجونو د زده کړې لپاره مبارزه پیل کړه نو ورته معلومه نه وه چې یوه ورځ به د خپلو کارونو په بدل کې جایزه هم ګټي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداری یو این ایچ سي ار وایي جې شاوخوا ١.٥ ملیونه افغان مهاجر په پاکستان کې اوسیږي چې په دغه کې نیمایي یې د ښوونځي د تگ جوګه دي، خو ۸۰فیصده یې د تعلیم نه محرومه دي.

عقیله اصفي په کال ١٩٩٢ کې په کابل کې په یو ښوونځي کې معلمه وه چې پاکستان ته کډواله شوه.

هغه وایی "ما به په افغانستان کې هلکانو او نجونو دواړو ته تعلیم ورکولو خو چې کله زه دلته پاکستان ته د خپلې کورنۍ سره راغلم نو ما ولیده چې د افغان مهاجرینو لپاره او په خاصه بیا د جینکو لپاره د تعلیم هیڅ انتظام نه وو."

د اصفې کورنۍ په کوټ چندانا کې د مهاجرو په یو کمپ کې ژوند پیل کړ. په دغه کمپ کې په لومړۍ سر کې یې یو څو جینکو ته تعلیم ورکول شروع کړل. په دغې کمپ کې د ښوونځي پرانیستل په دغه سیمه کې د نورو ښوونځیو د جوړیدو سبب شول.

په دغه لړ کې د یو این ایچ سي ار، ځاېي حکومت او خلکو ورسره مرسته وکړه.

د ارنانسین جایزه

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې دغه جایزه چې یو این ایچ سي ار نانسین جایزه نومیږي، هغه کسانو ته ورکړې کیږي چې په مهاجرت کې بشري خدمت ته یې ځانونه وقف کړیدي.

د یو این ایچ سي ار نانسین جایزه به ورته د اکتوبر په پنځمه نیټه جینوا کې ورکول کیږي.

عقیلې اصفي د خپله شپږ ماشومان د تعلیم لپاره یې هم سخت کار کړیدی.

د هغې زوی په کابل پوهنتون کې د انجینرۍ محصل دی. هغه د خپلو پیسو زیاتره برخه د خپل زوی په تعلیم مصرفوي خو وايي چې دا ډېره مشکله ده چې د خپلو څلور لوڼو باندې هم ښه تعلیم وکړي ځکه چې هغه دومره پیسې نه لري او په کلي کې لوړو زده کړو لپاره انتظام نشته.

اصفي وایی چې په دی هیله ده چې په افغانستان کې زیات خلک تعلیم وکړي. چې د هغې وطن افغانستان د جگړې له وجې نه خو د معیاري تعلیم په وجه نوم ولري

زه غواړم چې خپل دغه مبارزه د افغانستان هغه سیمو ته وغځوم

چیرې چې اوس هم د محافظه کاره ټولنې او ناوړه رواجونو له وجې مورپلار خپلې لوڼي تعلیم ته نه پریږدي.

XS
SM
MD
LG