د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کونړ کې ۱۸ ښوونځي تړلي دی


دچپې درې ولسوالۍ دپوهنې مدیر محمد هجران امریکا غږ ته وویل، چې په تړل شویو ښوونځیو کې اته یې د نجونو دي.
دچپې درې ولسوالۍ دپوهنې مدیر محمد هجران امریکا غږ ته وویل، چې په تړل شویو ښوونځیو کې اته یې د نجونو دي.

چارواکي وايي دکونړ په چپې درې ولسوالۍ کې دتېرې یوې اونۍ راهیسې وسله والو طالبانو لږ تر لږه اتلس ښوونځي تړلي دي،چې نژدې اوه زره انجونو او هلکانو پکې زده کړې کولې.

دغه ښوونځي وروسته له هغې تړل شوي،چې دیوه طالب قوماندان ورور حکومت ځواکونو دورانکارۍ په تور نیولی او زنداني کړي دی.

دچپې درې ولسوالۍ دپوهنې مدیر محمد هجران امریکا غږ ته وویل، چې په تړل شویو ښوونځیو کې اته یې د نجونو دي.

نوموړی وايي" ملي امنیت دطالبانو یو ورور نیولی او دغه مشکل دهغې څخه پیدا شو ی او دتېرې یوې جمعې راهیسې دغه ښوونځي تړل شوي دي".

نوموړی وايي دغه ښوونځي تر ډېره په لرې پرتو سیمو کې تړل شوي او دخلاصون لپاره یې په قومي کچه جرګېشروع کړي دي.

خو دکونړ دپوهنې رییس جمال الدین حسني وايي تر اوسه ورسره په رسمي ډول ددغه ښوونځیو دتړلو مسله نه ده شریکه شوې.

په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي،چېطالبانو ځکه ښوونځي تړلي،چې دیوه طالب قوماندان ورور حکومتي ځواکونو له وسله والو سره دلاس لرلو په تور په توده جګړه کې نیولی دی .

ځايي اوسېدونکي وايي طالبان دې دحکومت زور له ولسي خلکو نه نه وباسي.

دسید قاسم په نوم دچپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل: " که ښوونځي همداسې بند پاتې شي نو زمونږ دبچو ژوند به تباه شي".

دوی وايي په دغه ولسوالۍ کې دشته ۳۸ ښوونځیو له ډلې دېرش یې تړل شوي او یواځې اته یې پرانیستي پاتې دي.

دچپې درې د لېسې یو زده کونکی مسیح الله چې مرکز اسداباد ته راغلی وايي که ښوونځي یې تړلي پاتې شي نو ددوی راتلونکی دتیارو لوري ته وړلی شي.

هغه وايي حکومت او طالبان دې ددوی له ژوند سره لوبې پای ته ورسوي.

نوموړی وايي " دغه دی امتحانونه راروان دي،بیا به مونږ په امتحانونو کې څه شی لیکو ،چې درس ونه وایو. مونږ غواړو چې زمونږ مکتبونه خلاص شي".

دکونړ ولایتي شورا هم په چپې درې ولسوالۍ کې دتړل شوو ښوونځیو پر مسله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې تر اوسه حکومت او یا قومي خلک دښوونځیو پر پرانیستو نه دي بریالي شوي.

ددغه شورا غړی محمد ساپی وايي دموندنو له مخې یې نژدې دېرش ښوونځي تړل شوي او دخلاصون لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

هغه وویل "که دغه ښوونځي خلاص نه شي او دولت یې حل لاره ونه لټوي نو په نورو ولسوالیو کې به هم ښوونځي وتړل شي".

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي،چې ددوی ملګرو په چپې درې ولسوالۍ کې ښوونځي نه دي تړلي.

له دې وړاندې په مرورې ولسوالۍ کې هم څوارلس ښوونځي وسله والو تړلي و،چې دوه ورځې وړاندې بېرته پرانیستل شوي دي.

په دې وروستیو کې دختیځ ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې دښوونځیو تړلو مسلې زور اخیستی او دغه چارې ځايي خلک اندېښمن کړي دي.

دننګرهار په دریو ولسوالیو کې څه دپاسه پنځوس ښوونځي دداعش وسله والې ډلې تړلي،چې لږ تر لږه دېرش زره انجونو او هلکانو پکې زده کړې کولې.

XS
SM
MD
LG