د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې د نجونو تحصیل ستونزمن شوی


رپوټ: افغانستان کې د نجونو تحصیل ستونزمن شوی
رپوټ: افغانستان کې د نجونو تحصیل ستونزمن شوی

د افغانانو او نړیوالو خیریه موسسو یوه اتحادیه وايي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه پرمختگ د بې امنیتۍ، پیسو د کمبود او د ښځو ښوونکو د نشتوالي له امله د مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شوی دی.

په یوه راپور کې چې نن دغې اتحادیې خپور کړی، په کې ویل شوی دي چې نړیوالې مرستندوی هیوادونه خپلې زیاتې پیسې اوس په افغانستان کې د وسله والو ډلو سره په مبارزې او په افغانستان کې د امنیتي وضعې په ښه کولو باندې لگوي.

د هیواد په آبادولو او د پراختیا په کارونو ډیرې کمې پیسې مصرفوي. دا راپور وايي چې په افغانستان کې په کافي اندازه ښوونځي نشته او نه نجونو د تعلیم او پوهې لپاره مناسبې زیربناوې موجود دي.

دا راپور وايي چې د افغانستان په سمو نیمو ولایتونو کې، ېې د ١٦٠٠ څخه زیاتو نجونو، ښوونکو او د زده کوونکو د پلرونو او مېندو سره ددې راپور د تیارولو په وخت مرکې کړی دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېره غریبی، د وخت نه مخکې ودېدل، اوخراب امنیت هغه مهم عوامل دي چې، د نجونو د تعلیم مخه یې نیولې ده.

په راپور کې توصیه شوې چې د ښځو ښوونکو د روزلو لپاره باید ښوونځي زیات شي، خصوصا د افغانستان په اطرافو کی دې ورته ډېره توجه وشي. په راپور کې غوښتنه شوې ده چې د نجونو دښوونځو د امینت د ښه کولو په لورې باید پام وشي.

XS
SM
MD
LG