د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: زده کړه د ټولو لپاره


افغانستان: زده کړه د ټولو لپاره

افغانستان: زده کړه د ټولو لپاره

دا د هغه رپوټ عنوان دی چې په افغانستان کې معارف د وضعې په اړه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په ګډه خپور کړی دی.

د ۲۰۱۱ کال کې د د معارف وزارت او یونسکو دفتر له خوا خپور شوی دا راپور غوښتنه لري چې ښوونه او روزنه باید د جګړو د له منځه وړلو او د شخړو د مخنیوی اساس وګرځي.

په دی راپور کې په جګړې ځپلو هیوادونو کې د ښځو او نجونو د تعلیم په لار کی پراته ګواښونه څیړل شوی او لاری چاری یی موندل شوی دی .

((زده کړه د ټولو لپاره)) د نړیوالې څارنی ریپورت څرګندوی چی په افغانستان کی د جګړو او نا امنیو له کبله د نړی د نورو هیوادونو په پرتله تعلیم ته ستر ګواښونه متوحه دی .

ددی ګواښونو تر تولو لوی او اهم َ َ په دی هیواد کی روانه دیرش کلنه جګړه ده چی له امله یی د هیواد نږدی ۴ نیم ملیونه ماشومان ښونځو نه بی برخی دی او تعلیم نشی تر لاسه کولای .

ددی راپور اصلی محور په جګړه ځپلو هیوادونو کی پټ بحران یا جګړه او د دی بحران پر مهال د زده کړی حالت دی او دټولو هیوادونو نه غواړی چی ددی پت بحران په اړه ځانګړی توجه ولری.

همدا بحران سبب شو چی افغانستان تر تاکلی مودی ۵ کاله وروسته د تعلیم د تولو لپاره د شعار اهداف پلی کړی .

د معارف وزیر فاروق وردک وایی په تیرو لسو کالو کی ښونخی ته د ماشومانو د داخلی کچه ۸ برابره لوړه شوی ده . ۹۰۰۰ نوی ښونځی جوړ شوی دی د کوچیانو د تعلیم زمینی برابری شوی ،د بیځایه شویو او مهاجرو لپاره د تعلیم زمینی برابرول د ښونځیو نه د ملاتړ شورا ګانو جوړول او معلمانو ته د ژوندانه او کار د ښو شرایطو برابرول د لیری لاری نه تعلیم او د تعلیم لپاره د خصوصی سکتور شاملول دا تول د ښونی او روزنی ستری لاس ته راوړنی شمیرل کیږی .

خو لا هم په دی لار کی ستری ستونزی شته چی تر تولو اهمی یی د نجونو دتعلیم په برخه کی پرتی فرهنګی او امنیتی ستونزی دی

نن سبا په افغانستان کی تعلیم ته د نجونو د شمولیت ونده ۳۸ په سلو کی دی د معارف وزیر وایی د سیمی د سپین ږیرو نه او مخورو سره د خبرو له لاری هحه کوی چی د نجونو د تعلیم په لار کی پرتی فرهنګی ستونزی هواری کړی

د ښونځیو سوخونه او د مخالفو دلو له خوا ښونځو ته د ماشومانو نه پریښودل هم لویه ستونزه ده چید تیرو کلو په پرتله خورا لوړه کچه لری

له بلی خوا د امنیتی ویرو له کبله په هلمند کی په سلو کی ۶۰ او په زابل کی په سلو کی ۷۷ ښونځی تړل شوی دی

نن سبا د افغانستان د ښونځیو دیری فارغ شوی ځوانان د کار په موندلو نه بریالی کیږی او د دیرو په اند دا د هیواد د معارف خراب کیفیت دی

خو د معارف وزیر وایی د راتلونکو دریو کالو لپاره یی داسی پلان جوړ کړی چی تعلیم د تاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لامل شی او د ذهنیتونو په روښانه کولو او شخړو او جګړو په له منځه وړلو کی لوی لاس پیداکړی َ،د نویو ښونځو جوړول ، د نجونو د تعلیمی ستونزو هوارول با کیفیته معارف جوړول، د مسلکی او تخنیکی تعلیماتو مراکزو جوړول ، د ښونکو د سویی لوړول دا ټول د معراف وزارت تاکل شوی موخی دی خو ددی لپاره دا وزارت ۳/۲ ملیارده دالرو ته اړ دی.

د معارف وزیر ګواښ کوی چی که دا پيسی تر لاسه نکړی افغانستان به ونه کړای شی چی د تعلیم په لار کی تاکل شویو موخو ته ورسیزی.

په نړیوالی څارنی په راپور کی راغل چی د افغانستان د انکشافی بودجی یواځی ۲ په سلو کی معارف ته ځانګړی شوی چی دا د معارف وزیر په وینا په هیڅ کی حساب ده

فاروق وردک وایی که چیری د پوځی لګښتونو یواځی ۶ ورځنی مصارف تعلیم ته ځانګړی کړای شی نو تعلیم د تولو لپاره په اسانه په لاس ورشی ځکه افغانستان خپلو موخو پوره کولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG