د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په ننګرهار کې د ۲۰ زرو زده کوونکو ښوونځي تړلي


وسله والو طالبانو دننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دشل زره زده کونکو پر مخ دښوونځیو دروازې تړلي او له افغان حکومت نه غواړي د دوی د ځینو نورو غوښتنو ترڅنګ دې یو شمېر بندي وسله وال طالبان ازاد کړي.

چارواکي وايي چې دغه ښوونځي له تېرو شاوخوا دریو ورځو راهېسې تړل شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري امریکا غږ ته وویل چې وسله وال طالبان د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په بدل کې ځینې غوښتنې لري چې د معارف ریاست پورې هېڅ تړاو نه لري.

" دوی وايي یو شمېر بندیان دې یې چې افغان حکومت نیولي، خوشي شي، یو شمېر روغتونونو ته چې چې ددوی تر ولکې لاندې سیمو کې دي، درمل وراستول شي او همدغه راز له واکه د یو شمېر چارواکو لېرې کول غواړي، چې دا کار په معارف وزارت او ریاست پورې هېڅ تړاوو نه لري."

دسیمې یو شمېر اوسیدونکي له حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چې په سیاسي مسایلو کې دې د دوی دکوچنیانو راتلونکې نه خرابوي.

دوی وايي په قومي کچه یې دښوونځیو دخلاصون هڅې پیل کړي، خو لا هم د حکومت مرستو ته اړتیا لري.

په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا شل زره هلکان او نجونې ښوونځي ته ځي.

دپوهنې ریاست چارواکو دا هم ویلي چې اکثره ښوونځي له حکومتي ولکې په لېرې سیمو کې دي .

د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې ولایت او وزارت دواړه یې له دغې مسلې خبر کړي چې غم یې وخوري.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ ته وویل چې دوی د ښوونځیو د بیا پرانیستلو هڅې پیل کړي دي.

"مونږ هڅې پیل کړي چې ژر تر ژره دغه ستونزه هواره شي، مونږ ته دطالبانو غوښتنې په رسمي بڼه ندي رارسول شوي، خو مونږ ته دزده کونکو زده کړه او دښوونځیو بیا خلاصول مهم دی. "

دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې ښوونځي دوی تړلي خو ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې ځايي اوسېدونکو یو وسله وال طالب حکومت ته وسپاره او دوی یې هم په بدل کې دغه ښوونځي وتړل.

نوموړی وايي که حکومت د دوی نیول شوی وسله وال ملګری پرېږدي دوی به هم ښوونځي بېرته پرانیزي.

دننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دښوونځیو دروازې پر داسې مهال تړلي چې په دغه سیمه کې دزده کونکو کلنۍ ازموینې ته ایله څو ورځې پاتې دي.

که تر راتلونکو څو ورځو ښوونځي بند پاتې شي، نو دغه شل زره زده کونکي به له کلنۍ ازموینې محروم او راتلوونکي کانکور او د زده کړو په نورو چارو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

د پوهنې یو شمېر فعالان په دې باور دي چې ښوونه او روزنه باید بې پرې وساتل شي، نه حکومت او نه هم وسله وال طالبان باید د پوهنې په وړاندې د ستونزو او خنډونو په جوړولو خپلې غوښتنې پر یو بل ومني.

طالبان داسې مهال د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې د شلو زرو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړي، چې دوی تل یې دعوه کړې چې دوی تر بل هر چا پوهنې ته ژمن دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ له پاکستان سره نژدې ده چې وسله وال طالبانو او د افغان حکومت نور وسله وال مخالفین په کې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG