د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې ۲۴ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول


چارواکي وايي، چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا تړل شوي ټول ښوونځي د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانستل شوي او دوه ورځې وروسته به په کې کلنۍ آزموینې واخستل شي.

په دغې ولسوالۍ کې پوره لس ورځې وړاندې شته ۲۴ ښوونځي وسله والو طالبانو تړلي وو او له دولت څخه یې د بېرته پرانیستنې لپاره د نورو غوښتو ترڅنګ د خپلو یو شمېر بندیانو خوشې کېدل غوښتي وو.

د پوهنې سرپرست وزیر فاروق وردګ، چې ننګرهار ته دافغان ترک لېسې پرانیستې ته راغلی وو، خبریالانو ته وویل، چې یاد ښوونځي یې پرته له کومې معاملې پرانیستي دي.

ښاغلي وردگ وویل "ما خپل معین لېږلی و، له والي صیب او هسکې مېنې له مشرانو سره یې وکتل او ستونزه نن - چهارشنبه د نومبر ۱۹- حل شوه، هېڅ ډول معامله مو نده کړې."

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول آصف شینواري امریکا غږ ته وویل، چې قومي مشرانو او ولایتي ادارې په ګډه ددغه ښوونځیو په پرانیستنې کې هڅې کړي دي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه "له ښه مرغه دپوهنې ریاست دمشرتابه، ولایتي، ادارې، او قومي مشرانو په هڅو بیا پرانیستل شو او دوه ورځې وروسته به پکې کلنۍ ازموینې پرانیستل شي."

دغه ښوونځي پوره لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو تړلي وو،چې نژدې شل زره زده کونکو په یادو ښوونځیو کې زده کړې کولې.

وسله والو طالبانو هم ددغه ښوونځیو دپرانیستې خبره منلې ده. د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په سیمه ییزه کچه راولاړه ستونزه حل شوې او نن یې ټولو ښوونځیو ته دبیا پرانیستې خبر ورکړې دی. هغه هم دحکومت او طالبانو تر منځ د ممکنه معاملې خبره رد کړې ده.

که څه هم یو شمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي وو،چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو لسګونه زده کونکي هم برمته کړي؛ خو چارواکي او ځايي خلک دغه خبره نه مني .

ځايي وګړي هم د ښوونځیو په بیا پرانیستې خوشاله دي او غوښتنه یې داده، چې د دوی پر وړاندې دې هېڅوک هم د ښوونځیو دروازې نه تړي.

که څه هم وسله والو طالبانو په وار وار ویلي، چې د ښوونځیو سره کار نه لري؛ خو د هسکې مېنې په څېر په ډېرو نورو ولایتونو کې هم وخت ناوخته ښوونځیو ته ورته ګواښونه مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG