د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د معارف له لارې د مخدره موادو سره مبارزه پیل شوې


تر دې وړاندې هم دغو افغان ځوانانو ژمنه کړې وه چې له نشيي موادو سره مبارزه کې به فعاله ونډه اخلي.
تر دې وړاندې هم دغو افغان ځوانانو ژمنه کړې وه چې له نشيي موادو سره مبارزه کې به فعاله ونډه اخلي.

د ښوونې او روزنې وزارت وایي په لسګونو میلیونه پيغامونه یې هر کال د خپلو زده کوونکو له لارې وګړو ته رسولي دي. دا پیغامونه اکثرا د د ښوونځیو د نصاب د کتابونو پر پوښتیو باندې چاپیږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ددغې همکارﺉ لا زیاتیدل غواړي.

دغه وزارت نن په کابل کې د ۳۰۰ ښوونځیو د مدیرانو او د معارف وزارت له چارواکو سره په غونډه کې ددې غوښتنې ترڅنګ دا ډول په نشه يي موادو د روږدېدلو نه د مخنیوي د کمپاینونو غوښتنه هم وکړه.

د پوهنې وزارت مرستیال اصف ننګ وویل چې وزارت یې له تېرو شپږ کالو راهېسې په هر کال کې د څلوېښت ملیونو په شاوخوا کې مستقیم د کتابونو په پوښتیو د مخدره موادو پر ضد پيغامونه زده کوونکو او کورنیو ته رسولي او د معارف وزارت د ټولو ارګانونو له لارې د مخدره موادو پر ضد کمپاین روان دی.

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نشه یي توکو سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې شمیري او وایي په دې لار کې یې زیاتې پیسې لګولي دي. خو آصف ننګ د نړیوالې ټولنې مبارزه ناهمغږې، ناموفقه او کله نا کله ګڼي. هغه دا نیوکه هم کوي چې له معارف وزارت سره ددې کمپاین په برخه کې مرسته نه کیږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په هیواد کې له یو میلیون معتادینو ډېری برخه ځوانان تشکیلوي او که له روږدېتوب سره مبارزه د ښوونیز نصاب له لارې ترسره شي نو د اعتیاد د ستونزې په راکمولو کې به لویه مرسته وکړي.

په افغانستان کې دا وخت ۱۴ زره ښوونځي پرانیستي دي او ۹ میلیونه زده کوونکي لري.

بل خوا چارواکي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۰ میلیونو په نشيي موادو د روږدو کسانو له جملې نه نږدې یو میلیون یې په افغانستان کې دي او څلورمه برخه یې تنکي ځوانان تشکیلوي. چارواکي همدا دلیل ګڼي چې د معارف له لارې د نشيي توکو سره مبارزه کیدای شي ښه نتیجه ولري.

XS
SM
MD
LG