د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون: په ډیرو سیمو کې انتخابات نه کیږي


د انتخاباتو کمیسیون: په ډیرو سیمو کې انتخابات نه کیږي
د انتخاباتو کمیسیون: په ډیرو سیمو کې انتخابات نه کیږي

د افغانستان د انتخاباتو کمیسون وايي چې د ۹٠٠ نه زیاتې انتخاباتي حوزې به د سپټمبر د ۱۸ مې نېټې په پارلماني انتخاباتو کې بندې وي ځکه دغه حوزې په ډیرو خطرناکو سیمو کې دي.

چارواکو پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې دغه انتخاباتي حوزې د هیواد په جنوب او ختیځ کې دي. د انتخاباتو کمیسون په لومړي پړاو کې په پام کې درلوده چې ۶۸۳۵ انتخاباتي حوزې پرانیزي.

دغه راز د چارشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت مرستیال معین منګل وویل چې حکومت هغه پروسه پیل کړې چې په ترڅ کې به یې په زرګونو کیلوال د سیمه ایزو پولیسو په صفوفو کې ونیول شي ترڅو د طالبانو د حملو په مقابل کې د ځانه دفاع وکړي.

د چارشنبې د ورځې په تاوتریخوالي کې یوه انتحاري حمله کونکي د افغانستان په جنوب کې ځان ته انفجار ورکړ او د دامان د ولسوالۍ د امنیې قوماندان یې وواژه.

ناټو ویلي دي چې دغه چاودنې درې نور د پولیسو افسران او یو ملکي کس وژلی دی او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د لوګر په ولایت کې ناټو وویل چې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG