د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون د ولسي جرګې د ۹ غړو صلاحیت رد کړ


د انتخاباتو کمیسیون د ولسي جرګې د ۹ غړو صلاحیت رد کړ
د انتخاباتو کمیسیون د ولسي جرګې د ۹ غړو صلاحیت رد کړ

د کمیسیون له دې پریکړې سره به د ولسي جرګې نهه تنه برحاله غړي د خپلو دندو نه لرې کیږي.

د معترضو نوماندانو اتحادیه او په ولسي جرګه کې د قانون نه د ملاتړ ډله وایي دا پریکړه دوی ته د منلو وړ نه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو دا پریکړه په افغانستان کې د دیموکراسۍ او راتلونکو ټاکنو لپاره یو ښه ګام وښوده.

د ډیرو کړکیچونو او ناندریو نه پس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د بیا رای شمیرنې په پایله کې د بریالیو نوماندانو په اړه نن خپله وروستی پریکړه واوروله.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اخرنۍ پریکړې پر اساس د ۶۲ بریالیو نوماندانو له ډلی نه به نهه تنه ولسي جرګې ته لار مومي او د ولسي جرګې نهه تنه برحاله وکیلان به په دې جرګې کې د غړیتوب نه لاس په سر کیږي.

عبدالرووف د بدخشان ولایت نه،عاشق الله وفا د بغلان، احمد خان سمنګانی د سمنګانو، ګل محمد پهلوان د فاریاب نه، نثار غوریانی او رحیمه جامي له هرات نه، معلم میر ولي له هلمند نه، حمید الله توخي له زابله او طاهر ولي زاده د بغلان ولایت هغه نوماندان دي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا ولسي جرګې ته ورپیژندل شوي دي.

خو عبدالولي نیازي له بدخشانو، محمد ظاهر غنی له بغلان، شاکر کارګر له فاریابه، محمد طاهر ظهیر له سمنګانو، رفیق شهیر او سیمین بارکزی له هراته، موسی خان نورزی له هلمنده او حبیب انډیوال له زابله به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې سره سم په ولسي جرګې کې د خپلو دندو نه لاس په سر کیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وایي سره له دي چې د کمیسیون لپاره دا ګرانه وه چې یو ځل بیا په دې لانجې کې ښکیل شي خو د جمهور رییس د حکم او د اساسي او ټاکنیزو قوانینو پر بنسټ یې دا مسولیت ومانه.

"نهه تنه هغه کسان چې د ټاکنو د کمیسیون په لومړني لیست کې بریالی وو خو د ځینو دلایلو پر اساس له اخرني لیست نه حذف شوي وو، خو د دوی د حذف لپاره دلایل د کمیسیون د قناعت وړ نه وو نو ځکه دا کسان د کمیسیون د اصولو پر بنسټ بریالي پيژندل شوي او ولسي جرګې ته وروپیژندل شول".

معنوي وایي ددې ستونزې دوام نه د ملت، نه د دیموکراسی او نه د دولت په ګټه وو نو ځکه یې دا پریکړه وکړه چی دا ستونزه حل کړي.

خو په همدې حال کې د معترضو نوماندانو اتحادیه چې په وار وار یې ټینګار کړی چې د ځانګړې محکمې په پریکړو کې بدلون نه منی، د ټاکنو د کمیسیون دا پریکړه نه مني او وایي خپلو هڅو ته به دوام ورکوي.
د معترضو نوماندانو د اتحادیې مشر داوود سلطانزوی:

"د کمیسیون پریکړه د خندا وړ ده. موږ د قضا او محکمو فیصلې لرو موږ به دولت وهڅوو چې دا پریکړې تطبیق کړي او نړیوالې تولنې ته وایو چې په دغې موضوع کې لاس ونه وهي".

په همدې حال کې د قانون نه د ملاتړ پارلماني ډلې هم دا پریکړه رد کړې او غبرګون یې دادی چې ولسی جرګې ته به د نویو نوماندانو د ورتګ مخه نیسي.

ددې ایتلاف یو غړی حبیب انډیول چی په خپله هم د ټاکنو د کمیسیون له خوا په رد شویو کسانو کې راغلی دی.

"موږ فکر کاوه چې معنوی او د کمیسیون غړي به قانون ته احترام کوي او هغه به تر پښو نه لاندې کوي خو متاسفانه هغه فشارونه چې پر معنوي ول یا هغه معاملې چې معنوي د پردې تر شا کړي سبب شول چې په قانون پښه کښیږدي. زموږ ډله په خپلو پریکړو ولاړه ده هیڅ چا ته به اجازه نه ورکوو چې ولسي جرګې ته رادننه شي".

ولسی جرګه چه ، د جنوری په میاشتی کی پرانستل شویده، په انتخاباتو کی د ټګی برګی د تورونوله امله په جنجال کی پاتی ده.

اختصاصی محکمی چه د جون په میاشتی کی د جمهورریس کرزی د فرمان په اساس جوړه شوه، امروکړ چه د ٢۴٩ کسیز پارلمان ٦٢ غړی چه ټګی برګی یی کړیده ، د پارلمان نه ووځی.

ښاغلی کرزي وروسته له هغه اختصاصی محکمه لغوه کړه چه مخالفانو ورباندی تورونه ولګول چه دا اختصاصی محکمه یی ددی دپاره جوړه کړه چه پارلمان ته بیرته د خپلی خوښی ډیر کسان راولی.

جمهورریس حامد کرزی تیره هفته یوفرمان صادر کړ ، د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته بشپړ صلاحیت ورکړ چه د شکایتو په باره کی نهایی پریکړه وکړی.

دغه کمسیون د ښاغلی کرزی د اختصاصی محکمی پریکړه رد کړه خو موافقه یی وکړه چه د هغی په پریکړو به غور وکړي.

دا نده څرګنده چه د کمسیون په دی پریکړی به چه د پارلمان نهه غړی یی د پارلمان نه وایستل، دا سیاسی جنجال حل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پتییلې ده چې د ۱۳۸۸ کال د ولسي جرګې د ټاکنو نه پس به په خپلو ستراتیژیو کې بدلون راولي چې په راتلونکو ټاکنو کې د لانجو او کړکیچونو د رامنځته کیدو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG