د لاس رسي وړ اتصالات

لیوال: د خپلو اولادونو د قتل عام مخه ونیسئ


قومي مشرانو د شاهین پر قول اردو د وسله والو طالبانو برید وغانده.
قومي مشرانو د شاهین پر قول اردو د وسله والو طالبانو برید وغانده.

د افغانستان د بېلا بېلو قومونو مشران وايي چې دوی تیار دي د خپلو قومي جوړښتونو له لارې له حکومت سره د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو په اوارولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې د "ترهګرۍ په وړاندې د ملي بسیج په لور" د قومونو یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې د قومي مشرانو او دینې عالمانو په رول ټینګار وکړ.

ښاغلي لیوال وویل "تر ټولو مهم په داسې ملي مسائلو کې د ملتونو غبرګون دی، هیله ده چې زموږ دغه درانه مشران، سپین ږیري او علما په دې برخه کې ګام پورته کړي او د خپلو اولادونو د قتلعام مخه ونیسي."

یاده غونډه د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا رابلل شوې وه.

په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو هم په خلکو غږ وکړ چې له خپلو ملي امنیتي خواکونو څخه ملاتړ وکړي او د مخالفینو په وړاندې متحد شي.

قومي مشرانو د شاهین پر قول اردو د وسله والو طالبانو برید وغانده او د حکومت او په خاص ډول افغان امنیتي ځواکونو نه یې ملاتړ وکړ.

قومي مشران وايي چې حکومت باید د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو د اواري په لار کې له ولسونو نه همکاري وغواړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د تېرې جمعې په ورځ په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قولاردو د وسلهوالو په یو ډله ییز برید کې د ملي اردو لسګونه غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د غونډو دا بهیر به د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

XS
SM
MD
LG