د لاس رسي وړ اتصالات

«د کابل-اسلام اباد خرابې اړیکې پر ټاکنو منفي اغیزکوي»


د ټاکنو یو کار کوونکی

د ټاکنو یو کار کوونکی

افغانستان د راتلونکې شنبې په ورځ د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کیږي، دغه انتخابات پر کور دننه سربېره، نړیوالو او خاص ډول د افغانستان ګاونډیانو ته هم ارزښتناک بلل کیږي.

د ټاکنو د کمپاینونو له پیل راهیسې د افغانستان پر یو شمېر نورو برخو سربېره، په پلازمېنه کابل کې تر بل تر هرځای ډیر بریدونه وشول.

د طالبانو له څو وروستیو ډله اییزو بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو روابط نور هم خراب شوي او کابل په څرگنده وايي چې اسلام اباد د دغو بریدونو تر شا دی.

ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته په ټیلیفون کې وویل، د سیمي ځیني هېوادونه چې د امریکا متحدین هم دي، په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په وړاندې خنډونه جوړوي. ولسمشر کرزی وايي د سیمي ځيني هېوادونه افغانستان د سولې راوستو مخنیوی کوي

ولسمشر کرزی وايي د سیمي ځيني هېوادونه افغانستان د سولې راوستو مخنیوی کوي



د چارو شننونکي وايي د ښاغلي کرزي اشاره مخامخ پاکستان ته وه، چې امنیتي چارواکو په کابل کې په ترسره شوو برېدونو کې هم تورن بللی.

ځيني سیاستوال په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان هر ډول خراب روابط پر افغان ټاکنواو د ټاکنو پرپایلو منفي اغیزې کوي.

د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال له همدغې ډلې سیاستوالو دی:

« که له پاکستان سره د افغانستان اړیکې خرابې شې، په لنډ مهال کې به یې اغیزې دا وي چې امنیتي حالت به ښه نه وي،او همدغه راز که د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه کمزوری وي او کمزوری چلند وکړي، د ټاکنې پایلې هم د دغو خرابو اړیکو له کبله بدلیدی شي چې له پاکستان سره به د خرابې اړېکې اغیزې پرې خامخا جوت وي.»

ښاغلی لیوال وايي، که افغانستان غواړي چې پر خپلو کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنې ودروي، باید نړیوال قانع کړي چې له دې اړخه پر اسلام اباد فشار راوړي.

په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازې شکریه بارکزۍ وايي، پاکستان غواړي چې د ترهګرو په ملاتړ او نا امنیو په روان ساتلو سره، ټاکنې ګډوډې او په کابل کې د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کړي.

«پاکستان له افغانستان سره سیاسي ستونزې لري، دې کې هېڅ شک نشته، خو اوس باید پاکستان دا خیال له ذهن څخه وباسي چې، په کابل کې د خپلې خوښې حکومت ولري، پاکستان له بیلا بیلو لارو چې یوه یې هم د ترهګرو ملاتړ کول او په افغانستان کې نا امني ده، هڅه کوي چې خپل هدف ته ورسیږي.» مېرمن بارکزۍ وايي افغانستان باید د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغواړي چې، پاکستان په افغانستان کې د اورپکو له ملاتړه راوګرځو.

مېرمن بارکزۍ وايي افغانستان باید د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغواړي چې، پاکستان په افغانستان کې د اورپکو له ملاتړه راوګرځو.

خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې یوې اعلامیې کې پر دوی د افغان چارواکو له لورې د لګول شویو تورونو له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا ډول تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد فضا خرابوي.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل غواړي، او دا چې شفافې ټاکنې د اسلام اباد په ګټه دي.

په افغانستان کې د اپریل پنځمې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراو د انتخاباتو څخه د مخه د افغانستان په بیلا بېلو سېمو کې د ترهگرو بریدنه زیات شول او طالبانو هم د انتخاباتو د گډوډولو خپل هوډ یو ځل بیا تکرار کړی دی.

خو افغانستان ددغو بریدونو او د انتخاباتو د گډوډۍ د هڅو تور نیغ په پاکستان لگوي، افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې په هر حالت کې به د انتخاباتو لپاره امنیتي تدابېر کلکوي او خلو ته به د رایو اچونې زمېنې برابروي.

په دغه لړ کې افغان حکومت وايي شپیته زره اضافي امنیتي سرتېري یې د هیواد په گوټ گوټ کې د انتخاباتو په ورځ د خلکو د امنیت لپاره گمارلي دي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG