د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت:پر انتخاباتي غونډو ترهګریز بریدونه شنډ شول


د روان انتخاباتي کمپاین یوه غونډه

د روان انتخاباتي کمپاین یوه غونډه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي په فاریاب ولایت کې یې د ولسمشریزو ټاکنو پر کمپاینونو د کېدونکو ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده .

د ملي امنیت ریاست وايي د « یوې سیمه اییزې استخاباراتي» ادارې په مرسته ، اورپکو دولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو او د هغوی د مرستیالانو په تصویرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي ول او غوښتل یې چې په شمالي ښار میمنه کې د کمپاین پر یوې غونډې کې یې وچوي.

د افغانستان د استخباراتو عمومي ادارې د خبر پاڼې له مخې دوی دغه ممکنه ترهګریز برید خنثی کړی او په تړاو یې څلور شکمن کسان هم نیولي دي .

ملي امنیت وايي له نیول شوو کسانو سره له چاودېدونکو توک ډک یو شمېر انتخاباتي تصویرونه او شعارونه هم ترلاسه شوي دي .

په خپرې شوې اعلاميي کې په دغه کار کې د یوې سیمه اییزې استخباراتي ادراې لاس درلودل یاد شوي، خو د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.

د افغانستان ملي امنیت پر ټولو کاندیدانو غږ کړی چې هر انتخاباتي ګام په احتیاط او پام سره پورته کړي .

افغان استخبارات وخت ناوخت د یولړ دا ډول پېښو راپورونه ورکوي، خو ځینې باورلري چې یو شمېر راپورونه یې یوازې تبلیغاتي بڼه لري او دپردې ترشا داسې کومه رښتېنې کیسه موجوده نه وي .
XS
SM
MD
LG