د لاس رسي وړ اتصالات

لاهم ناامنۍ د ټاکنو په وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کیږي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسمي نښه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسمي نښه
د افغانستان په ځینو سیمو کې نا امنۍ او ممکنه درغلۍ، د دغو ټاکنو په وړاندې له سترو ننګونو شمېرل کېږي . د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون ډاډ څرګندوي چې ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي . د امریکا غږ خبریاله نوشابه اشنا د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشا له مشر ضیاالحق امرخیل سره سره مرکه کړې ده چې، دلته یې لوستلی شﺉ:

په کابل کې د ټاکنو پر یوه سیمه اییز دفتر او ځینو کاندیدانو پر کمپاینرانو بریدونو ته په کتو، څومره ډاډه یاست، چې بیا به هم ټاکنې له کومې امنیتي اندېښنې پرته ترسره شي؟

عمرخیل :
دټاکنو خپلواک کمېسیون داساسي قانون او دټاکنیزو قوانینو په رڼا کې د راتلونکو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته دخپل مهال ویش سره سم چمتوالی نیولی او کمېسیون په خپل ټول توان سره دحکومت، ولسونو، مدني ټولنو،رسنیوو، نوماندانو او سیاسي احزابو سره په ګډه او د دوی په مرسته د سراسري ټاکنو لپاره جدي تدابیر نیولي او هیله کوو چې په ټول هېواد به دخلکو په پراخ حضور او دامنیتي ارګانونو لخوا په جدي امنیتي تدابیرو نیولو سره به سراسري ټاکنې ولرو.

خو دټاکنو پر وړاندې ناسم امنیتي حالت اوس هم دیوې ننګونې په توګه شتون لري او له امنیتي ارګانونو څخه مو هیله ده چې د افغانستان دشریفو ولسونو لپاره ډاډمن امنیتي تدابیر ونیسي چې د ټاکنو سرتاسريتوب دپوښتنې لاندې را نه شي.
ضیاالحق عمرخیل په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال
ضیاالحق عمرخیل په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال
پوښتنه: څومره ډاډه یاست چې ټاکنې به شفافې او رڼې وي؟

عمرخیل :
ګورئ دټاکنو رڼوالی او سراسریتوب دواړه مهمې برخې دي چې دټاکنو مشروعیت ته لاره هواروي دټاکنو خپلواک کمېسیون درڼو ټاکنو دترسره کولو لپآره هر اړخیز تخنیکي تدابیر نیولي دبیلګې په توګه د ټاکنو په ورځ پر یوه وخت په ګوتو باندې د دوه رنګونو چې یو یې په سترګو ښکاري او بل یې چې په سترګو نه ښکاري دځانګړي څراغ په کارولو ښکاري ترڅو په هیڅ صورت سره یوکس دیوې رایې څخه زیاتې رایې پاڼې استعمال نه کړي.

همدارنګه داځل دتیرو تجربو نه په ګټې اخیستنې سره موږ دټاکنو موقت کارکوونکي داستعداد او وړتیا پراساس ګومارلي ، همدارنګه درڼو ټاکنو دترسره کولو کې دنوماندانو، سیاسي حزبونو،مدني تولنو، کورنیو او نړیوالو څارنونکو او رسنیو نظارت ترهرڅه مهم دی ،که ناظرین دقیق نظارت ونه کړي او امنیتي ارګانونه سم امنیت تامین نه کړي نو درغلیوو ته لار هوارويدلی شي.


په ټولیزه توګه دټاکنوکمېسیون د رڼو ټاکنو ته جدي تدابیر نیولي خو د رڼو ټاکنو لپآره دناظرینو دقیق نظارت او دامنیتي ارګانونو ډاډمن امنیت او دولسونو نه ستړي کیدونکي هلې ځلې دتقلب او درغلیو مخه نیولی شي.

پوښتنه :تاسې هم يوله هغو ځوانانو یي چی جگړو ستړي کړی ياست، په درسپارل شوې دنده کې به مو تعهد او د جگړې سره مبارزه څنگه څرگنده کړئ؟

عمرخیل:واقعا تیرو جګړو په هېواد کې دحکومتولۍ اساسي بنسټونه نړولي او دهرڅه زیاتې یې په ځوانانو اغیزې کړي دي، موږ په داسې حساس تاریخي پړاو کې یو چې دموکراسي نوې تجربه کوو نو په داسې یو شرایطو کې چې یوې خوا دجنګ په حالت کې دټاکنو لپآره تدابیر نیسو او دبلې خوا دټاکنو څخه پرته دسیاسي قدرت انتقال لپآره بله لاره هم نه لرو نو راسپارل شوې دندې له ننګونو څخه هم خالي نه دي، خو ددې ټولو ستونزو سره سره زه ژمن یم او باور لرم چې داځل افغانان او په ځانګړي ډول ځوانانو د ښه راتلوونکي او ددغه تاریخي ټاکنو دبریالیتوب لپاره مټې رانغاړلي ترڅو درایې په کارونې سره دجنګ ،جګړو او دشته بدبختیوو ته دپای ټکی کیږدي.



پوښتنه :انگيرنه مود نوروهغوځوانو کارکوونکو له افکارو څه ده کوم چی دټاکنو په اړوند په مختلفوبرخوکې کارکوي؟

عمرخیل :دټاکنو خپلواک کمېسیون یو دهغه ارګانونو څخه دی چې قاطع اکثریت کارکوونکي یې (نارینه،ښځينه)ځوانان تشکیلوي او نوموړي مسلکي،متعهد،بااحساسه او وطن پرسته ځوانانو په کاري ژمنتیا باور لرو او دهمدې ځوانانو په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو سره به دا سرنوشت جوړونکي ټاکنې ترسره کیږي، ځکه دټولنې دنورو برخو په پرتله همدا ځوانان دي چې په روانو جنګونو کې ډيره قرباني ورکوي همدا جنګونه او جګړې دي چې د ځوانانو حال او هم راتلوونکی له منځه وړي، زه عقیده لرم چې دهېواد ولسونه د شته بدبختیوو او ناخوالو څخه نجات او هم بدلون غواړي او دغه بدلون دځوانانو په وجود کې راتلی شي.

واقعا ځوانان دټولنې دملاتیرحیثیت لري اوراتلوونکي تاریخي ټاکنې دځوانانو په پراخ ملاتړ، دنورو په هڅونه او شعوري رایو بریالۍ ترسره کیدای شي.
XS
SM
MD
LG