د لاس رسي وړ اتصالات

ولې په افغانستان کې د ترهګرو بریدونه زیات شوي؟


طالبانو پر انټر کانټینینټل هوټل هم برید کړی و

طالبانو پر انټر کانټینینټل هوټل هم برید کړی و

طالب وسله والو په خپل تازه برید کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر په نښه کړ.

ښايي پر کابل ښار او د افغانستان په نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو دا ډول بریدونه کومه نوې خبره نه وي، خو دا چې دغه هېواد راتلونکې اونۍ ولسمشریزې او ولایتي شوراګانې ترسره کوي،د طالبانو بریدونه د اندېښنې وړ کېدی شي .

طالبانو تېره ورځ (۲۹-۳-۲۰۱۴) د روټ اف پیس په نامه پر یوه بهرني میلمستون هم ډله اییز برید وکړ، تر دې وړاندې یې په دارالامان کې د ټاکنو پر یو سیمه اییز دفتر او سرینا هوټل هم بریدونه کړي و.

ولې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي؟
افغان حکومت او ځیني پوځي چارواکي وايي د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل، د راروانو ټاکنو ګډوډول او د خلکو په منځه کې وېره او ترهه خپرول دي چې په ټاکنو کې برخه وانخلي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپلې تازه اعلاميي کې ویلي: «د هېواد په ځینو برخو په خاص ډول کابل کې د تروریستي ډلو او هېواد د دښمنانو پرلپسې بریدونه د ټاکنو د مخنیوي په موخه کیږي.»

وسله والو طالبانو لا له وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګډوډولو اعلان کړی دی .

د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي امریکا غږ سره د خبرو پر مهال د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي دوه نور عمده علتونه هم په ګوته کړل:

«ځیني ګاونډیان نغواړي چې افغانستان یو منتخب حکومت او ښه امنیت ولري، په پاکستان کې ټولې مدرسې رخصتې شوې، پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند کړی چې افغانستان کې د ترورویستي اعمالو د ترسره کولو لپاره وزګار شي، دوی د پاکستان په مرسته افغانستان کې تروریستي اعمال ترسره کوي.» د افغانستان ملي امنیت وايي، دوی نژدې هره ورځ د طالبانو ځیني پلان شوي بریدونه کشف او شنډوي

د افغانستان ملي امنیت وايي، دوی نژدې هره ورځ د طالبانو ځیني پلان شوي بریدونه کشف او شنډوي

خو پاکستان په وار له طالبانو سره د مرستې د افغانستان په نا امنیو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي .

د پوځي چارو بل کارپوه عتیق الله امرخیل بیا په دې باور دی چې په انتخاباتي کمپاینونو کې کې د ځینو چارواکو ښکېلېدل او امنیت ته نه پام طالبانو ته د بریدونو ښه موقع په لاس ورکړې ده.

ښاغلي امرخیل امریکا غږ ته وویل:
« د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو یو علت دا کېدی شي چې، زموږ ځیني امنیتي ادارې او ان چارواکي په کمپاینونو کې بوخت دي او امنیت ته یې هومره پام نه دی کړی، طالبان هم له همدغې موقعې ګټه اخلي، دوی پرهغوی ځایونو بریدونه کوي چې د دوی قوت وښايي او اغیزناک وي، دوی غواړي چې له دغې لارې په نړۍ کې د مطبوعاتو د سر خبر جوړ شي.»

بریدګر څنګه مهمو ځایونو ته ځانونه رسوي؟
د کابل ښار څلور لويي دروازې کلکې امنیتي پوستې لري، ښار ته داخلیدونکی هرګاډی پلټل کیږي او تر شک لاندې له هر یو کس څخه پوښتنې ګروېږنې کیږي. پر دې سربېره د کابل ښار پر نژدې هرې څلور لارې کې د پولیسو امنیتي او پلټونکې پوستې شته دي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان له ګڼو وسلو او ځانمرګو بریدونو له واسکټونو سره ، څنګه د ښار حساسو نقطو ته ننوزي او بریدونه ترسره کوي؟

همدا نن (۲۹-۳-۲۰۱۴) د انتخاباتو د کمیسیون پر مرکزي دفتر د برید سره همهاله، د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال محمد ایوب سالنګي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:

«په ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي درې واسکټونه د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې موندل شوي او له منځه وړل شوي، پېښه تر څېړنې لاندې ده.»

د افغانستان ملي امنیت او د کورنیو چارو وزرات نژدې هره ورځ همدا ډول خبرونه خپروي، او وايي که د طالبانو هر پلان شوی برید خپل هدف ته ورسیږي، کابل ښار او د هېواد ډېرې نورې برخې به هره ورځ د ځانمرګو او نورو وسله والو بریدونو شاهدې وې. ارګ وايي بهرني استخبارات نغواړي چې په افغانستان کې ټاکنې ترسره شي

ارګ وايي بهرني استخبارات نغواړي چې په افغانستان کې ټاکنې ترسره شي


خود پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي په دې باور دی چې په فساد، قاچاقو او نورو ناقانونه کړنو کې ځيني افغان چارواکي هم ښکیل دي:

« له بده مرغه زموږ په حکومت ځينې کسان شته چې د نورو لپاره کار کوي او د هېواد په ناامنیو کې خپلې ګټې خوندي ویني، دوی د ګاونډیانو د استخباراتي ادارو په مرسته ځانمرګي بریدګر کابل ښار ته داخلوي.»

عتیق الله امرخیل بیا پر افغان کشفي او استخباراتي ادارو هم نیوکه وکړه چې پر وخت نه لاس په کار کیږي:

«زموږ کشفي او استخباراتي ادارې هومره پیاوړې نه دي چې، تر برید د مخه د دښمن له پلان څخه خبر او مخنیوی یې وکړي، بلکې بر عکس هر کله چې برید وشي بیا پولیس او خاصې قطعې استول کیږي چې بریدګر ووژني.»

خو افغان چارواکو تر دې دمه داسې کومه خبره نه ده کړې،د ارګ په اعلامیه کې ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار وروستي بریدونه د نامشخصو استخباراتي کړیو یرغل بللی دی.

بهرنۍ استخباراتي کړۍ څوک دي؟
نژدې هر افغان امنیتي چارواکی په وسله والو او نورو ترهګریزو بریدونو کې بهرنۍ استخباراتي کړۍ تورنوي، خو د کوم مشخص هېواد یا ادارې نوم نه اخلي.

له ولسمشره نیولې، تر ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت پورې، د طالبانو د پیچلو او ډله اییزو بریدونو تر شا د بهرنیو او سیمه اییزو استخباراتو لاس لرل بولي، خو په ښکاره د چا نوم نه اخلي، خو ښاغلی علومي وايي د افغان حکومت اشاره مخامخ پاکستان ته ده .

ولسمشر کرزي په وار وار دا خبره کړې چې، د ترهګرو مرکزونه د افغانستان نه د باندې دي، په دغو لړ کې یې په تېر وخت کې مخامخ پاکستان ته هم ګوته نیولې ده، خو اسلام اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي دي .

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي همدا اوس یې په زندانونو کې لسګونه پاکستانیان شته چې افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو لپاره راغلي و، خو نیول شوي او بندیان شوي دي .

شاوخوا درې اونۍ د مخه چې کله د کابل د سرینا هوټل د ننه وسله والو کسانو نهه افغانان او بهرنیان ووژل، د دغه هېواد د امنیت شورا په ښکاره وویل چې طالبان او حقاني شبکه له دغه برید څخه خبر نه و، او دغه ډله اییز برید د امنیت د شورا په خبره، بهرنیو استخباراتو څانګو تنظیم او ترتیپ کړی و.

خو له دې هر څه سره سره افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې ټاکنې به ترسره کوي او په ټول هېواد کې امنیتي چارې سنبالوي.

په پام کې ده د اپریل میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، خو لا یې هم نا امني په وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG