د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخابات څنګه تېر شول ؟


رایه اچونکې
رایه اچونکې
افغانستان د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه، د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ پر لور یو بل ارزښتناک ګام هم واخیست.

په دغه ورځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې .

د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو او نورو اورپکو د ګواښونو او ممکنه برېدونو سره- سره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا اووه میلیونه خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته .

په خپله ولسمشر حامد کرزي په دومره لوی شمېر کې د رايي اچونکو ګډون د افغانان د ستاینې وړ جرات وباله.

په انتخاباتو کې د ښځو او پاخه عمر لرونکو ګډون:
د تېرو انتخاباتو په پرتله په دغو انتخاباتو کې د ښځو ونډه او ګډون پراخ و، ان په هغو ولایتونو کې هم د ښځینو رايه اچونکو شمېره پام وړ وه چې تل ترې د تاوتریخوالي او جنګ جګړو راپورونه ورکړل شوي چې کندهار یې یوه بېلګه بللې شو.

په کندهار کې زموږ خبریال عزیزالله پوپل وايي « د ټولنیزو او دودیزو محدودیتونو سره – سره په سلګونو او زرګونو ښځو په انتخاباتو کې ګډون وکړ، او د رايي اچونې په مرکزونو کې یې اوږده اوږده کتارونه جوړ کړي و .»

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسمي وېپاڼې د شمېرو له مخې،
یوازې د دغو انتخاباتو لپاره څه باندې یو میلیون او درې سوه (۱۳۰۹۰۰۰ ) ښځو نوي کارتونه اخیستي و، خو داسې ویل کیږي چې لسګونه زره نورې ښځې داسې وې چې د تېرو ټاکنو د رايي اچونې کارتونه یې لا هم ساتلي او خپلې رايي اچولې دي .

د دې ترڅنګ د امریکا غږ خبریالانو د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو نه د پاخه عمر لرونکو رایه اچونکو تصویرونه را استولي وو.
په انتخاباتو کې د ځوانانو ترڅنګ پاخه عمر لرونکو هم د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې واچولې
په انتخاباتو کې د ځوانانو ترڅنګ پاخه عمر لرونکو هم د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې واچولې


وړاندې داسې انګېرنه وه چې ښايي رایه اچونکي تر ډېره ځوانان لوستي خلک وي، خو په ټاکنو کې د پاخه عمر لرونکو ګډون حیرانونکی وی .

د رايي اچونې د پاڼو کموالی:
سره له دې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي هڅه یې کړې چې د رايي اچونې ټولو مرکزونه ته په وخت سره پوره مواد او رايي پاڼې لیږلي، خو په پرلپسي ډول له ځینو ولایتونو نه د رايي پاڼو د کموالي راپورونه ورکړل شول.

له کندهار، شبرغان،کندز، ننګرهار، کابل، مزار او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو له ټاکلي وخت څخه د مخه د رايي اچونې پاڼې خلاصې شوې وي .

په کندز کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وايي په ځینو حوزو کې خلک کتار ولاړ خو ، د رايي اچونې پاڼې خلاصې شوې وې .
د افغانستان له ځینو ولایتونو څخه په پرلپسې ډول د رايي پاڼو د کموالي او خلاصېدو راپورونه ورکړل شول
د افغانستان له ځینو ولایتونو څخه په پرلپسې ډول د رايي پاڼو د کموالي او خلاصېدو راپورونه ورکړل شول
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د خلکو له پرلپسې شکایتونو وروسته، هغو سیمو ته یې نورې رايي پاڼې استولې او درايي اچونې وخت یې یو بل ساعت هم زیات کړ.

د ټاکنو کمیسیون وايي دا ستونزمنه ده چې، دوی اټکل وکړي چې په کوم ولایت کې څومره کسان برخه اخلي چې هماغوره رايي پاڼې ورواستوي .

تراوسه لا کوم ارقام په لاس کې نشته چې څومره خلک له ټاکنو پاتې شوي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي دغه موضوع به د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره وڅیړي .

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د یکشنبې په ورځ وویل چې د رایې د ورکولو په ځینو مرکزونو کې د رایېو د پاڼو د کمیدو په اړه به بحث او څیړنې وکړي.

په ټاکنو کې درغلي :
لا به د انتخاباتو لومړني ساعتونه و چې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په وردګو کې دوه امنیتي چارواکي په انتخاباتو کې د درغلۍ کولو په تور نیولي دي . دغو چارواکو هڅه کوله چې د خپل خوښې کاندید په ګټه درغلي او صندقونه ډګ کړي .

د دې ترڅنګ په خوست او ننګرهار کې هم د ځینو همدا ډول کسانو د نیولو خبرونه خپاره شوي دي ، خو لا تراوسه معلومه نه ده دغو کسانو د کوم مشخص کاندید په ګټه کار کاوه .

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايي تراوسه یې د هېواد له ډېرو برخو یې په انتخاباتو کې د درغلیو شاوخوا ۲۰۰ پېښې ثبتي کړي دي، د دغه کمیسیون چارواکو امریکا غږ ته دا و نه ویل چې دغه پېښې څه ډول او په کومو ولایتونو کې ډېرې وې .
د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايي دوی ته د درغلۍ شاوخوا ۲۰۰ شکایتونه رسېدلي دي
د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايي دوی ته د درغلۍ شاوخوا ۲۰۰ شکایتونه رسېدلي دي

پر افغان ټاکنو د څار ځينو ټولنو دغه انتخابات تر ډېره شفاف او راڼه بللي دي .

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر نادر نادري امریکا غږ ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې تر دې دمه ټاکنې شفافې او څومره چې تمه وه لا هومره د درغلیو راپورونه ترلاسه شوي نه دي .




افغان انتخابات په ټولنېزو شبکو کې:
په ټولنېزو شبکو کې هم افغان ټاکنو په هکله غبرګونونو پام وړ و . په زرګونو افغانانو او غیر افغانانو په خپلو فیسبوکونو او ټویټرونو کې د ټاکنو په تړاوو بېلابېلې لیکنې، تصویرونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي .

ډېرو دغه انتخابات بریالي او د ډیموکراسۍ پر لوري یو بل مهم ګام بللی دی .

د امریکا غږ د وېیپاڼې یو مینوال عارف بهرامي پر خپل فیسبوک لیکلي: « ما نن د ډیموکراسۍ، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره رایه ورکړه، ژوندی دې وي افغانستان» .

د دې ترڅنګ ډېرو نورو افغانانو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په خپلو سیمو کې د ټاکنو په اړه د رايي اچونکو د اوږده کتارونو او لیوالتیا تصویرونه او ویډیوګانې پر لیکه کړې دي .

یو بل اورېدونکي عبدالرحمن لیکلي « زه سږ کال اتلس کلن شوم د رايي اچونې لپاره مې شېبې شمېرلي، نیمه ورځ په کتار کې ولاړم چې بلاخره مې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه.)

د طالبانو ګواښونه او د خلکو ونډه:
سره له دې چې د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو لا له وړاندې له افغان ټاکنو سره پریکون او دهغه د ګډوډولو خبرداری ورکړی و، خو امنیتي چارواکي وايي داسې کومه لویه پېښه نه ده رامنځ ته شوې چې انتخابات ګډوډ کړي .

خو له دې هر څه سره سره په ټاکنو کې د افغانانانو پراخ ګډون کور د دننه او بهر ستایل شوی دی، ان په ځینو سیمو کې په یخ او باراني موسم کې هم خلکو کتارونه جوړ کړي و او خپلې رایي یې واچولې.

سره له دې چې د هېواد په ځینو سیمو کې د یو شمېر افغان پولیسو او عادي افغانانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو راپورونه ورکړل شول .

د دې ترڅنګ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دوو جلا اعلامیو کې ویلي چې تر انتخاباتو ۲۴ ساعته د مخه یې په بیلا بیلو عملیاتو کې لسګونه هغه طالبان وژلي چې غوښتل پر ټاکنیزو مرکزونو بریدونه او انتخابات ګډوډ کړي .

امنیتي چارواکو په دغه لړ کې د یو شمېر ځانمرګو بریدګرو د وژلو دعوه هم کړې ده .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG