د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ ډېر کاندیدان اعلان شوې پایله نه مني


د رایو صندوق
د رایو صندوق
د افغانستان د جمهوري ریاست ډېر کاندیدان وايي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري لس فیصده اعلان شوې نتیجه دوی ته د منلو نه ده.

په یوې ګډې اعلاميي کې چې د ولسمشرۍ د شپږو کاندیدانو له ادرسه رسنیو ته استول شوې، افغان چارواکي او د انتخاباتو کمیسیون د خلکو له رایو او حق سره په جفا او نه بخښونکي جرم تورن بلل شوي دي .

د جمهوري ریاست د کاندیدانو په دغې خپرې شوې اعلاميي کې د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نومونه نه شته دي .

اعلاميي کې چې د عبد رب الرسول سیاف، زلمي رسول، قطب الدین هلال ،محمد شفیق گلا آغا شیرزي، داود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا له نومونو سره یوځای مطبوعاتو ته استول شوې، راغلي چې د کمیسیون له لوري اعلان شوي نتایج دوی ته د منلو نه دي .
په افغان انتخاباتو کې د شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون په نړیواله کچه وستایل شو
په افغان انتخاباتو کې د شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون په نړیواله کچه وستایل شو

یادو شوو ټولو کاندیدانو دغه پایلې له درغلیو ډکې بللي او ګواښنه یې کړې چې هر بد عواقب به یې د کمیسیون په غاړه وي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې له بدو عواقبو د دوی هدف څه دی او دا چې اعلان شوې پایلې به ولې بد عواقب ولري؟

نوموړیو کاندیدانو ژمنه کړې چې د شوې درغلۍ په تړاوو به یو لړ اسناد او شواهد هم په نژدې راتلونکي کې له مطبوعاتو سره شریک کړي.

تراوسه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دغو کاندیدانو د شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ټېنګار په دې و چې ،ټولې ادعا شوې درغلۍ به وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده چې د اعلان شویو لس فیصده رایو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله څه باندې ۴۱ فیصده او ډاکټر اشرف غني احمدزي څه باندې ۳۷ فیصده وړي دي ، دغو دواړو کاندیدانو اعلان شوې نتیجه منلې او د نورو پایلو د ژر ترژره اعلانېدو غوښتنه یې کړې ده .

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپریل په پنځمه ترسره شول چې د کمیسیون په وینا شاوخوا اووه میلیونه خلکو په کې برخه واخیسته.

په پام کې ده چې د دغو انتخاباتو ټولې ابتدايي پایلې د ثور په ۴ او نهايي او وروستۍ پایلې به یې د همدغې میاشتې په ۲۴ اعلان شي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که یو کاندید هم د انتخاباتو په لومړي دور کې تر پنځوسو ډېرې یانې پنځوس جمع یوه (۵۰+۱)رايي پوره نه کړي، انتخابات دویم دور ته ځي چې هلته به دوه مخکښ کاندیدان له یو بل سره مخامخ وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د دویم ممکنه دور انتخاباتو لپاره هم بشپړ چمتوالی لري .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG