د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:کاندیدان دې د ټاکنو مشروعې پایلې ومني


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له ټاکنو نژدې دوه اونۍ وروسته، ولسمشر حامد کرزي، په دې تړاوو ولس ته رسمی وینا کړې ده .

ښاغلي کرزي د اپریل انتخابات بریالي او د افغانستان، د امنیت او ثبات په برخه کې یو بل مهم او پیاوړی ګام بللی دی .

نوموړي په خپلې پنځلس (۱۵) ورځنۍ راډیويي وینا کې وویل چې افغان ټاکنو پر ولسواکۍ او ډیموکراسۍ د خلکو باورپه ډاګه کړ .

د ارک مطبوعاتي دفتر د ښاغلي کرزي دغه راډیوي وینا رسنیو ته استولې ده .

ښاغلی کرزی وايي په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون دا وښوده چې افغانان دا وړتیا لري خپل هېواد د وخت له غوښتنو سره سم اباد او بسیا کړي .

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې له ټاکلي مهالویش سره سم د انتخاباتو ورستۍ او نهايي پایلې اعلان کړي، نوموړي د رایو شمېرل، د شکایتونو ثبتول او څېړل د افغانستان د انتخاباتو یو بل مهم ګام بللی او له انتخاباتي کمیسیونونو څخه یې هیله کړې چې دغه پړاو دې هم په شفاف ډول ترسره کړي .
ولسمشر کرزی وايي په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون پر ولسواکۍ د افغانانو باور وښود
ولسمشر کرزی وايي په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون پر ولسواکۍ د افغانانو باور وښود


افغان ولسمشر حامد کرزي دا هیله هم څرګنده کړې چې د ده راتلونکی ځای ناستی به د افغانستان د ترقۍ، ارامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا چټک او بریالي ګامونه پورته کړي .

ده د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو غوښتي چې د انتخاباتو د کمیسیون له لوري اعلانېدونکې مشروعې پایلې دې ومني .

دا د تېرې شنبې په ورځ له انتخاباتو وروسته، لومړی وار دی چې ښاغلی کرزی ولس ته په وینا کې د ټاکنو او راتلونکي حکومت په اړه غږیږي .

ولسمشر کرزی چې تېره یوه لسیزه د افغانستان منتخب ولسمشر دی، د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې په درېیم وار کاندید کېدی او ولسمشر کیدی نه شي .

که د ټاکنو پایلې اعلان او منتخب ولسمشر په ډاګه شي، دا به لومړی وار وي چې په افغانستان کې د یو دیموکراتیک بهیر له لارې واک له یوه مشر څخه بل ته انتقالیږي .

د ټاکنو د شپږوېشتو (۲۶) ولایتونو د لومړنیو پایلو له مخې یو کاندید هم پنځوس جمع یو (۵۰+۱) رایه پوره کړې نه ده چې منتخب ولسمشر اعلان شي، که پایلې تر اخره همداسې پاتې شي، انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کیږي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دوی دویم ځل انتخاباتو ته هم بشپړ چمتوالی لري، په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې نورې لومړنۍ پایلې هم اعلان شي، ټول ابتدايي نتایج به د ثور په څلورمه او نهايي نتایج به د همدغې میاشتې په ۲۴ اعلان شي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG