د لاس رسي وړ اتصالات

کوګلمن:طالبان دافغانستان له اداري فساد نه ګټه اخلي


مایکل کوگلمن د ووډرو ویلسن په څېړنیز مرکز کې ېو معتبر څیړونکی دی،او جنوبی او جنوب ختیځی آسیا د چارو ماهر دی. هغه وايي اداري فساد د طالبانو په ګټه دی.

مایکل کوگلمن د ووډرو ویلسن په څېړنیز مرکز کې ېو معتبر څیړونکی دی،او جنوبی او جنوب ختیځی آسیا د چارو ماهر دی.
ښاغلی کوگلمن د معتبرو تلوېزېونو لکه سی ان ان، الجزیره، او داسی وتلو ورځپاڼو لکه واشنگټن پوسټ، نېوېارک ټاېمز ، وال سترېت ژورنال، ورلډ پالېټېکس رېوو، هفنگټن پوسټ، او پولېټېکو کې دافغانستان په برخه کې مضامېن خپاره کړي دي.

دامرېکا غږ آشناراډېوهمکار نسېم ستانېزی دافغانستان د راتلونکېو مشرانو او دهغوی د تر ټولو مهمو ترجیحاتو په برخه کې له ښاغلي کوگلمن سره مرکه کړېده.
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00
مستقیمه لیکه


پوښتنه: ښاغلی کوگلمن تاسی ولیدل چې دافغانستان په انتخاباتو کې دافغانستان خلکو د ېاغېانو د تهدیدونو او گواښونو سره سره په گڼ شمېر کې برخه واخېستله. ظآهره ده چې داخلک زښت ډېر توقعات هم لري، ستاسی په نظر باېد دنوېو مشرانو تر ټولو مهم ترجېحات څه وي؟

ښاغلی کوگلمن چی دافغانستان په برخه کې په ډېرومعتبرو ورځپاڼو او مجلو کې لکه نېوېارک ټاېمز، ډپلومات او فارن پالیسي کې تحلیلي مقالی خپروي په دې برخه کې ېې وویل چی زه فکر کوم چې مهم مسایل شته دی خو دا به ډېره گرانه وي چې سړی یې په داسی توگه سره درجه بندي کړي چی کوم ېو له بل نه ډېر مهم دی. هغه خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکړله: زه به درې مهمو کارونو ته ډېر اعتبار ورکړم. او له ثبات سره امنېت نه به یې پېل کړم. داځکه چې افغانستان لاتراوسه پورې له هغه بغاوت سره مخامخ دی چی طالبان ېې مشرتوب کوي. که څه هم بغاوت د هېواد په هره برخه کې کمزوری شوی دی. خو تراوسه پورې لا دېوې غټې اومرکزي ستونزې په توگه پاتې دی. په خاصه توگه په داسی حال کې چې د نړۍ والو قواو غټ شمېر به د کال په اخر کې له دغه هېوا دنه ووزي. دغه کار به په افغانستان کې حالات نورهم خطرناک کړي.

مایکل کوگلمن چی په 2013 کې کال کې ېې تر تر زېاتی اندازې پورې د پاکستان پر انتخاباتو تمرکز وکړ او دهند او پاکستان د اړېکو او امریکا او پاکستان د اړېکو په باب ېې لیکنی او څېړنې وکړی دافغانستان د راتلونکېو دوه نورو ترجېحاتو په باب
چی اقتصادي ودې ته پاملرنه او داداری فساد له منځه وړل ېا لږ تر لږ کمول دي، خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکړله:

له امنېت نه وروسته به زه دا استدلال وکړ م چې اقتصادی رشد باېد زېات ترجیح بنیاد ولري. که څه هم ېو څه رشد او وده شوېده، په خاصه توگه د نړۍ والو مرستو په موجودېت کې په دې تازه کلونو کې پرمختگ شوېدی. زما په نظر اقتصاد اوس هم ېوه مرکزي مسله ده او پکارده چې دراتلونکې مشر لپاره ترجیحی او بنیادی مسله وی.

دریمه او وروستۍ مسله ا و ښايی چې زښته ډېره ستونزمنه وي، هغه د اداری فساد مسله ده.

له بده مرغه داداري فساد مسله دافغانستان په سېاسی نظام کې زښته ډېره ورداخل شوی دی. هغه هم په داسی توگه چی داېې گرانه کړېده چې دضروري اصلاحاتو راوستلو کې ېې پرمختگ گران کړیدی. ترهغه وخت پورې چې موږ په سیاسی سېستم کې دغه راز جذب شوی او منل شوی ادرای فساد ولرو اصلاحآت به ډېر گران وی.

مایکل کوگلمن چی دافغانستان په برخه کې په ډېرومعتبرو ورځپاڼو او مجلو لکه نېوېارک ټاېمز، ډپلومات او فارن پالیسي کې تحلیلي مقالی خپروی؛ خپلو خبرو ته په افغانستان کې داداری فساد د زېانونو په برخه کې داسی ادامه ورکړله:له بده مرغه دا مسایل ټول له ېوبل سره تړلي دي. ځکه چې طآلبان په هېوا د کې د بغاوت مشرتوب کوی او ډېره زېاته بې ثباتی ېې منځته راوستی ده، د ناوړه اقتصادی حآلت له شتون، نه گټه اخلي. هغوی په بغاوت کې له ځان سره خلک شاملوي او تنخواه ورکوي.

د ا داری فساد له شتون نه په حکومت کې داسی گټه اخلي چې خپل ځان د روان حکومت په مقابل کې چی په ا داری فساد ککړ دی، د ېوه پاک متبادل په توگه معرفي کوي.

مایکل کوگلمن د خپلو خبرو په پای کې د امرېکا او افغانستان ترمنځ ددوه اړخېزامنېتی تړون د لاسلیکولو په ضرورت هم ټېنگار وکړ . هغه زېاته کړله چې دافغانستان دامنېتي قواو د روزنی، تجهېزاتو او اکمالاتو مسایل روان مسایل دی او لاپاېته ندي رسیدلي نو لازمه ده چې دا امنېتی تړون لاسلیک شي چی د امېنتی قواو لپاره د لازمی روزنی،کارونه ادامه ولري.


XS
SM
MD
LG