د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو نورې پایلې هم اعلان شوې


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قسمي پایلو درېیمه او وروستۍ برخه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه چې بیا هم عبدالله عبدالله لومړی او اشرف غني احمدزی دوهم دی .

د انتخاباتو د کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا د څه باندې دوه اتیا فیصده شمېرل شویو رائیو پایلې دي چې عبدالله عبدالله درې څلوېښت اعشاریه اته او اشرف غني احمدزي دوه دېرش اعشاریه نهه فیصده رايي وړي دي.

زلمي رسول د شمیرل شویو رائیو د یولس اعشاریه یو فیصده په گټلو سره دریم او همداشان عبدرب الرسول سیاف ٧ فیصده، قطب الدین هلال دوه اعشاریه اته فیصده، ګل اغا شیرزي یوه اعشاریه شپږ ، داود سلطانزوی صفر اعشاره پنځه او هدایت امین ارسلا صفر اعشاریه دوه فیصده رایی گټلي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې ١٧ اعشاره پنځه فیصده رایې لا اعلان شوي نه دي.

د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ژمنه وکړه چې
د شنبې په ورځ د اپریل په ۲۶ به د انتخاباتو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي چې ممکن اعلان شوي قسمي نتایج بدل کړي.
د افغانستان د اپریل پنځمې جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون وکړ
د افغانستان د اپریل پنځمې جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون وکړ
ښاغلي نورستاني شک وښود چې د جمهوري ریاست هڅ یو کاندید به هم په لومړي دور کې ګټونکی نه شي او ښايي انتخابات دویم پړاو ته وغزیږي .

نوموړي وویل اعلان شوي ټولې رایې پاکې دي او قرنطین شوې او ناپاکې رایې به له څېړلو او تفتیش وروسته اعلانوي.

ده زیاته کړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هغه کار کوونکي چې په ټاکنو کې په درغلیو تورن شوي، په تورلست کې داخل او لویې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

په تورلست د تورنو کسانو د نومونو داخلول په دې مانا دي چې د نوموړي په خبره هغوی بیا هېڅکله هم په انتخاباتي کمیسیونونو کې دنده ترسره کولی نشي .

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپریل په پنځمه ترسره شول چې شاوخوا اوه میلیونه خلکو په کې ګډون وکړ، که په دغو انتخاباتو کې یو کاندید هم پنځوس فیصده جمع یوه رایه و نه ګټي انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG