د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د لومړي پړاو نه مو زده کړې کړي


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، امنیتي مقاماتو د ارزونې وروسته د رایی ورکولو د محلاتو لست دې کمیسیون ته استولی دی.

ښاغلی نور وایي چې د امنیتي بنسټونو د ارزونې له مخې دوی نه شي کولای په یوولس ولایتونو کې د رایی ورکولو د مرکزونو له جملې څخه د ۱۸۴مرکزونو امنیت تامین کړي.

بلخوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون ویاند د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د لمړي پړاو ټاکنو تجربو ته په کتنې سره د دوهم پړاو په ټاکنو کې د لا روڼتيا او ښه والي په خاطر يي دا ځل نوي ميکانيزمونه په پام کې نيولی دي.

ښاغلی نو وایي، « دا ځل مو دريو برخو ته ډيره پاملرنه کړې ده.»

لمړې، د موادو کيفيت ته مو ډيره توجه کړې، لکه د پايلو په برخه کې د سکنر په واسطه د مشخص نمبر لوستل چی دې سره به په ټاکنو کی د درغليو کچه راټيټه شي.

دوهم ، د مامورينو استخدام ته مو ډيره پاملرنه کړې، د نويو مامورينو په روزنه کی چی لا اوس هم د هيواد په ٣۴ ولاياتو کی روانه ده له پوره هڅې کار اخيستل شوی چې متعهد، په کارپوه، وړ او پاک کسان چی د ټاکنو اړوند مسايلو خبر وي، ولرو.

دريمه يي هم د نظارت برخه ده. ښاغلي نور د مشخص نوماند نوم ذکر نه کړ خو ويي ويل چی د يو کانديد په غوښتنې يي د لمړي پړاو ټاکنو په پرتله د ډيرو ناظرينو د شتون غوښتنه کړې چې دوی منلې او موافقه يي کړې چی هر نوماند کولائ شي ترپنځوس زره پورې ناظرين ولري او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته یي معرفی کړی. د نوماندانو دغه څارونکي به په محلاتو کې د رائيو له شمېرنې وروسته د پايلو په پاڼو باندې لاسليک کوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون

د ټاکنيزو د شکايتونو د کمیسيون وياند نادر محسني بيا وایي د ټاکنو په دوهم پړاو کی یې نوي کوم څه په پام کی نه دی نيولی. د هغه په وینا د ټاکنو د قانون د حکمونو په اساس به کوم ميکانيزمونه، قوانين او مقررات چی د ټاکنو په لمړي پړاو کی کارول شوي وو، په هغو کې کومه ستونزه نه وه، نو په دوهم پړاو ټاکنو کی به يی هم په هماغه طريقه وکاروي.

د ټاکنو د څار اداره

پر ټاکنو د څار د ناپیلي کميسيون رئيس جانداد سپين غر وايي « د تيرو ټاکنو نه په زده کړې، د ټاکنو په دوهم پړاو که نوې خبره د نړيوالو ناظرينو د شمېر زياتوالې دی. داخلی څارونکو هم د کارونو د ښه والی په خاطر نوښتونه په نظر کی نيولی دي.»

د هغه په وینا په بيا په هغه کميسيون کې چې دی يي مشری کوي په پام کې لري چې د ټاکنو د پيل نه تر پايه د څارنې برسیره د سترگو د ليدلي حال په اساس به رپوټونه خپاره کړي.

هغه وایي په دوهم پړاو کې یې نوی پلان تر ټاکنو وروسته، د ټاکنو پرحقوقي او تخنيکي ستونزو، دا چې د شکايتونو کميسيون په خپله برخه کې څومره کار کوي او په ټاکنو باندې د سياسي مسايلو اثر په اړه به مفصل تحليلي رپوټونه وړاندې کوي.

ښاغلي سپين غر زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کميسيون ورسره منلې چې د څارنې په برخه کې به دوی ته د تيرو ټاکنو په پرتله لا آسانتياوی برابرې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند ښاغلی نور بیا په دهکله وایي دا مسايل مخکې هم په پام کې نيول شوي وو، خو اوس مو ورته د ميکانيزمونو بڼه بدله کړې چې د لمړي پړاو ټاکنو څخه لاسته راغلې تجربې هم پکې په پام کې نيول شوي دي.

ښاغلی نور هيله څرگنده کړه چې د ټاکنو په ميکانيزمونو کې د نويو طريقو کارول به د ټاکنوپه دوهم پړاو کې روڼوالې راولي او د درغليو کچه به راټيټه شي.
XS
SM
MD
LG