د لاس رسي وړ اتصالات

تر دې دمه د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنو حال


DaiKundi
DaiKundi
افغان چارواکي وايي په ټول هېواد کې د رایې اچونې مرکزونه پرانیستل شوي او ویل کیږي چې په نننیو انتخاباتو کې د خلکو ګډون تر لومړني دور زیات دی .

پر ولسمشر حامد کرزي سربېره د کابېنې نژدې ټولو غړو د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه، ولسمشر کرزي د کابل په اماني لیسې کې له رایې ورکولو وروسته، پر هغو افغانانو چې د رایو ورکولو حق لري، غږ وکړ چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او رایه ورکړي.

دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي هم له خپلو مرستیالانو او یو شمېر ملاتړو سره یو ځای رایې واچولې، او د شفافو او عادلانه ټاکنو هیلې یې څرګندې کړي .

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د رایې اچونې مرکزونه پرانیستل شوي دي او د رایې ورکوونکو د پراخ ګډون راپورونه ورکړل شوي دي.

د پام وړ خبره په کې دا بلل کیږي چې د ښځو ګډون د لومړي پړاوو انتخاباتو په پرتله په ننیو ټاکنو کې زیات ښودل کیږي.

په کابل کې د ټاکنو ځینې څارونکې ډلې ادعا کوي چې، د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د دوی څارونکو ته اجازه ورکړل شوې نه ده چې نظارت وکړي، خو د انتخاباتو کمیسیون وايي چې د رایې اچونو په ټولو مرکزونو کې د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ناظرین موجود دي .

د دې ترڅنګ د رایې اچونې یو شمېر مرکزونو کې د ګوتې د رنګ د کموالي او کیفیت د بدوالي راپورونه ورکړل شول، خو هومره اغیزناک ونه بلل شو.

په ځینو ولایتونو کې بیا خلکو په رضاکارانه ډول په خپلو ګاډو کې رایې ورکوونکي د رایې اچونې مرکزونو ته لیږدولي دي، د دې ترڅنګ په هرات رایې ورکونکو پولیسو ته د انتخاباتو د ښه امنیت ساتلو له کبله د ګلونو ډالۍ ورکړي دي .

د افغانستان د انتخاباتو د امنیت ساتلو کمیسیون مشر جنرال سالم احساس ډاډ ورکړی چې پر ټاکنو به د وسله والو طالبانو هر ډول ممکنه برید مخه ونیسي.

په ټول افغانستان کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي او په کابل او نورو لویو ښارونو کې ځای ځای پولیس ولاړ دي او هر مشکوک ګاډی او سړی پلټي .

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، تر دې دمه د رایې اچونې بهیر په ښه ډول روان دی او د کومې لويې تخنیکي ستونزې راپور ورکړل شوی نه دی .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي وسله والو طالبانو د پولیسو پر ځینو پوستو برېدونه کړي خو له متقابل عمل سره مخامخ شوي دي، او تلفات نه لري .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG